
ایکنانیوز د اقتصاد الیوم له قوله راپور راکړی، دا پروژه د ماډرن ټکنالوژیو د مخکښو څېړونکو او متخصصینو په همکارۍ سره جوړه شوې او موخه ئې دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس) له لارې داسې متقابل وسایل رامنځته کړي چې د قرآن کریم د معناوو لا روښانه او دقیق درک ممکن کړي.
دا طرحه د هغو علمي هڅو یوه برخه ده چې غواړي پرمختللې ټیکنالوژي د قرآني محتوا د خپرولو او خدمت لپاره په نړیواله کچه وکاروي.
د «هوښیار یا سمارټ قاري» پلیټ فورم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ داسې ټیکنالوژي وړاندې کوي چې د قرآن د ژباړو لپاره په بېلابېلو ژبو کې د طبیعي غږ په څېر تلاوتونه تولید کړي.
دا پلیټ فورم د قرآن د متن د ژباړې لپاره پرمختللي وسایل هم برابروي او غیر عربي ویونکو ته دا اسانتیا ورکوي چې د آیتونو دقیقې معناوې په ساده او متقابل ډول درک کړي.
دغه ټیکنالوجي د انسان د واقعي تلاوت په څېر د غږونو په تقلید سره، او د معنا د دقت په ساتلو سره، د کاروونکو تجربه هم ښه کوي.
دا پروژه د یو هوښیار یا سمارټ متن لرونکي ټیګز سیستم کاروي چې د وقف، تسلسل او د قرآني معناوو نرموالی د کلمې او جملې په کچه په دقیقه توګه څرګندوي.
همدارنګه، یو غږیز ماډل هم لري چې د مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ ولاړ دی او کولای شي د تلاوت طبیعي غږونه له لوړ دقت سره بیا تولید کړي، او د عربي ځانګړو تورو سم تلفظ یقیني کړي.
دا سیستم د متن د کنټرول یو چوکاټ هم وړاندې کوي چې د غږ لحجه، سرعت او وقفې د منظمولو امکان برابروي، څو د ژباړل شوو متنونو له تفسیري معناوو سره سمون ولري.
دا پروژه د کمپیوټر ساینس او معلوماتي علومو د پوهنځي علمي تخصص له ټولنیزو مشارکتونو سره یوځای کوي او په سعودي عربستان کې د ټیکنالوژۍ په برخې کې همکاري پیاوړې کوي.
دا ملګرتیا د داسې علمي لید له مخې ترسره کېږي چې موخه ئې د نوښتګرو ډیجیټلي حللارو رامنځته کول دي، څو انلاین اړیکو ته وده ورکړي او د خلکو ترمینځ فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي، او همدارنګه د څېړنو په برخې کې نوښت ته وده ورکړي او د مصنوعي ځیرکتیا کارونه په دیني او علمي برخو کې پراخ کړي.
د دې پروژې پراختیاکوونکي غواړي چې دا پلیټ فورم نور هم پراخ کړي، څو نورې ژبې او نوي قاریان پکې شامل شي او په ټولې نړۍ کې د غیر عربي خلکو خدمت وکړي.
د دې پروژې موخه دا ده چې د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیائي وسایلو له لارې د قرآن کریم د معناوو درک د نړۍ له ۱.۵ میلیاردو څخه زیاتو مسلمانانو ته اسانه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4350305