
د ایکنانیوز د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاري، محمدحسن موحدي، د «دیدار» په نوم په ټيلیویژني پروګرام کې چې د سید وحید مرتضوي په مجریتوب د قرآن او معارفو له چینل خپرېږي، د اسلامی انقلاب له شهید رهبر آیتالله العظمی امام خامنهای سره د خپلو لیدنو خاطرې او ناویل شوې خبرې شریکې کړې.
موحدي وویل؛مونږ لا هم نه یو توانېدلي چې د خپل رهبر لپاره سمه ماتمداري وکړو. یوه چوپه او بنده شوې سلګۍ لا هم زمونږ په سینو کې پاتې ده او نه پوهېږو چې کله به د راوتلو فرصت پیدا کړي. مونږ لا تر اوسه هغه فرصت نه دی موندلی چې خپل غم داسې څرګند کړو لکه زمونږ د پلارونو نسل چې د امام خمیني (رح) د رحلت پر مهال کړی و.
د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو د لومړي مقام ګټونکي زیاته کړه؛ په ۱۳۸۴ لمریز کال کې، وروسته له دې چې ما د قرآن په سیالیو کې مقام ترلاسه کړ، د علمي او فرهنګي شخصیّت په توګه د اسلامی انقلاب د شهید رهبر له غوره کسانو سره لیدنې ته د تلاوت لپاره دعوت شوم. په هغه لیدنې کې مو د فتح مبارکې سورې آیتونه تلاوت کړل، او ستر لارښود هم په ځانګړې مینې او پاملرنې سره زما د تلاوت هرکلی وکړ؛ خو له دې ټولو هڅونو سره سره، راته دا توفیق په برخه نه شو چې له نږدې ورسره روغبړ او خبرې وکړم.»
هغه زیاته کړه: «کلونه کېږي چې په بېلابېلو محفلونو، آن له هېواده په بهرنیو پروګرامونو کې هم، په همدې عباسره تلاوت کوم، او د تلاوت له پیل مخکې وایم چې دا عبا د اسلامی انقلاب د رهبر ډالۍ ده. په ۱۳۸۹ کال کې مې په بحرین کې هم په همدې عبا تلاوت درلود، او د بحرین د شیعیانو مینه او ارادت د اسلامي انقلاب او د اسلامی انقلاب د رهبر سره راته ډېر د پام وړ او یادګاري ښکاره شو.»
https://iqna.ir/fa/news/4351139