IQNA

په مکه مکرمه کې د قرآن کریم د ۶۰ مخیزې نادرې خطي نسخې ننداره

5:36 - May 12, 2026
د خبر لمبر: 3492757
ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.

یکنانیوز د «Voice of Emirates»  له قوله راپور راکړ، دا خطي نسخه د اسلام له لومړنیو  شپو ورځو راهیسې د مسلمانانو د قرآن کریم د ساتنې، نقلولو او مستندسازۍ د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي، چې د تاریخ په اوږدو کې ئې دوام کړی دی.

دا نسخه  یوه هغه قرآني خطي نسخه ده چې په میوزیم کې ساتل کېږي، او د لرغوني عربي خطاطۍ سټایلونه او هغه د لیکنې طریقې په ډېر دقت انعکاسوي چې د بېلابېلو دورو خطاطانو کارولې دي. سره له دې چې اندازه ئې کوچنۍ ده، خو د قرآن کریم د متن حرمت، سپېڅلتیا او د نقلولو ډیر زیات  دقت پکې خوندي ساتل شوی دی.

د میوزیم مسؤلین ټینګار کوي چې دا نادره نسخه یوازې یو تاریخي سند نه دی، بلکې ژوَر کلتوري او معنوي ارزښت هم لري. دا نسخه د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو هغه سترې هڅې څرګندوي چې د قرآن کریم د ساتنې لپاره ئې کړې دي، او همدارنګه دا ښئي چې د قرآن ښوونې څنګه په ډېر دقت له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې دي.

د راپور له مخې، میوزیم لیدونکو ته دا فرصت برابروي چې د قرآني خطاطۍ د پرمختګ بهیر وڅېړي؛ له هغو لاس‌لیکلو نسخو رانیولې  چې پر حیواني پوستکو لیکل کېدې،  تر هغو ښکلو  شوو نسخو پورې چې د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاؤنو  کې وده کړې ده. دا چاره د اسلامي میراث شتمني او د هنري مکتبونو ډولوالی په ډاګه کوي.

دغه نادر قرآن د مکې د لیدونکو ډېره پاملرنه ځان ته رااړولې ده. ډېر کسان د دې نسخې مخې ته درېږي څو د هغې د لیکنو دقت او د مستندسازۍ ښکلا له نږدې وویني او پرې تأمل وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4351543

captcha