
یکنانیوز د «نبأ» له قوله راپور راکړی، د عربستان او کویټ اړونده چارواکو په چټکۍ سره د بحرین د آل خلیفه رژیم د هغه خپلسري اقدام بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې د فارس خلیج د عربي هېوادونو د واکمنو رژیمونو ترمینځ د خپلو خلکو د ځپلو لپاره د یووالي څرګندونه کوي.
دا ملاتړ په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د آل خلیفه رژیم امنیتي ځواکونه د پراخو نیونو کمپاین پر مخ وړي، او دا په ښکاره ډول د یوې ګډې ځپونکې عملیاتي خونې شتون څرګندوي چې موخه ئې د هر مخالف غږ خاموشول دي.
له بلې خوا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په چټکۍ سره یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ئې د بحرین له اقداماتو سره خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغو نیونو بشپړ ملاتړ ئې څرګند کړ. دغه وزارت د آل خلیفه رژیم اقدامات د ملي امنیت د ساتنې په پلمه توجیه کړل.
د عربستان لوړ پوړو چارواکو دغه راز په یولړ څرګندو هڅو کې چې د بشري حقونو سرغړونو ته ئې رواوالی ورکړي او د مفکرینو او دیني شخصیتونو ځورول د تش په نامه «امنیت ضده فعالیتونو» پر خلاف یوه اړتیا وښئي ـداسې اصطلاح چې سعودي رژیم ئې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو مخالفینو او علماوو د ځپلو لپاره کاروي ـ د بحرین د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې د علماوو په تعقیب بوخت دي.
په همدې لړ کې، کویت هم د آل خلیفه له ملاتړو سره یوځای شو. د کویټ د کورنیو چارو وزیر، فهد الصباح، له خپل بحریني سیال راشد آل خلیفه سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دغو ځپونکو اقداماتو په ملاتړ د خپل هېواد بشپړ حمایت تایید کړ.
د کویټ دغه دریځ د دې هېواد د واکمنانو لپاره یو نوی سقوط څرګندوي.
د بحرین د رژیم د کړنو تر شا د فارس خلیج د څنډې د هېوادونو دغه همغږي دا تاییدوي چې سیمه د یوه امنیتي سیستم له خوا اداره کېږي چې دینی ازادۍ او بشري حقونه له پامه غورځوي، او پر ځای ئې مشروع غوښتنې او مذهبي شخصیتونه د موجودیتي ګواښونو په توګه ګڼي چې باید د ګډې همغږۍ له لارې له منځه یوړل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4351504