
ایکنانیوز د رهبرۍ د آثارو د خپریدا او ساتنې د ادارې د اطلاعاتي برخې له قوله راپور راکړی، د غواې مياشتې د ۲۵ نېټې یعني د فارسي ژبې او د ستر ايراني شاعر حکيم\ابوالقاسم فردوسي د درنښت او د فارسي ژبې د ملی ورځې د درنښت په مناسبت د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله سيد مجتبی خامنه اي پيغام خپور شوی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.
بسمالله الرّحمن الرّحیم
فارسي ژبه نه يوازې د خبرو او ليکلو وسيله ده، بلکې د ايرانيانو د پېژندنې چوکاټ او د لیدتوګو او هويتي پولو د نښلولو رشته هم جوړوي. فارسي ژبه او ادبيات د اسلامي ايران د بډایه تمدن او کلتور د دودولو لپاره په نړيواله کچه له تر ټولو لويو ظرفيتونو برخمن دي؛ او زمونږ د حکيم او شهيد رهبر اعلیالله مقامهالشريف سپارښتنه دا ده چې فارسي ژبه پياوړې شي، دا د «ايراني ـ اسلامي تمدن» د اقتدار د لارې مشال دی.
د ایران قدرمن او عزتمند ولس په درېیمې مقدسې دفاع کې هم لکه څنګه چې په دوو پخوانیو تپلي جنګونو کې ئې ثابته کړې وه، وښودله چې د فردوسي ائيډیله کیسې د دوي د ژوند حقیقت او د دوی اتلوال شخصیت دی، او د شاهنامې انسان جوړونکي، اتلولي او قرآني مفاهیم د ایران ټول قومونه او پرګنی د خپل هویت، خوندیتوب او خپلواکۍ په ساتنه او د «ضحاک ډولو» یرغلګرو پر ضد په مبارزې کې یو موټی، همغږي او یوزړه کوي. دا په صحنې کې د شتون، دفاع او بریا حماسه، د فرهنګ، د ادب او هنر خاوندانو ته ستر مسئولیت ورپه غاړه کوي چې د فردوسي په څېر راپورته شي او د هنرمندانو بعثت د خلکو د بعثت په دوام کې رامینځته کړي؛ فکر، قلم او ژبه له هنر سره یو ځای کړي او د ملت د ستر پاڅون روایت په تاریخ کې تلپاتې کړي.
له بلې خوا، د دښمنانو او د نړۍ د شیطانانو د یرغل په مقابل کې، د زړوَر مقاومت او د افتخار وړ بریا، ولس د تمدني خپلواکۍ د ساتني او د امریکایي ژوند د سټایل او ژبني او فرهنګي یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره لا چمتو کړی دی، څو د فرهنګي ډګر فعالانو د نوښت له لارې د ژبني او نظریاتی دفاع د تامینولو او د ماشومانو، زلمیانو او ځوانانو د ودې او پرمختګ لپاره، تر وروستۍ بریا پورې پاتې مزل په لا زیاتې مضبوطیا سره کچ کړي، بِعَون الله تعالی.
سیدمجتبی حسینی خامنهای
د ۱۴۰۵ لمریز کال د غواي د میاشتې ۲۵
https://iqna.ir/fa/news/4352301