IQNA

  د قرآن، حقیقت او حکمرانئ؛په نامې سره د سمینارونو د لړئ ترسره کیدا

14:28 - May 16, 2026
د خبر لمبر: 3492778
ایکنا-  د قرآنی ټولنې په  اداره کولو کې د بنیادي او حیاتی  اصولو  د بیانولو لپاره د قرآن، حقیقت اوحکمرانئ  په نامې سره  دنړیوالو سمینارونو لړئ ترسره کیږي.

یکنانیوز  د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې  دعمومي اړیکو  له قوله راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور  او د اسلامی ارتباطاتو د  ادارې د قرآنی او تبلیغ د نړیوال مرکز په همت سره،  د ټولنې په اداره کولو  کې د د بنیادی او حیاتی اصولو د بیانولو  او د لوړو حکمرانی بیلګو د وړاندې کولو لپاره  د ؛قرآن،حقیقت او حکمراني په نامې سره  د نړیوالو سمینارونو او غونډو  لړئ ترسره کیږي.

دغه لویه علمی او معرفتی پيښه چې د غوائ دم یاشتې  له پنځویشتمې نیټې  پیل شوې او د غبرګولې دمیاشتې تر پنځمې نیټې پورې به دوام ولري،  په اوسمهاله نړئ کې د  ؛قرآڼ د حقیقت او د حکمرانئ د جوړښتونو ترمینځ  د نسبت  دارزونې لپاره  یوه جامعه هڅه ده.

دغه ناستې او سمینارونه په انډونیشیا، بوسنیا، سیراالئون، تایلیند ،پاکستان، لبنان،  او جنوبی افریقا  هیوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوري سلایارئ په فعال ګډون سره ترسره کیږي او  داسلامی نړئ شخصیّتونه او  متفکران به له نړیوالو چیلنجونو څخه دتیریدا لپاره  دقرآنی لارو چارو  ارزونې  او سپړنې وړاندې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4352123

captcha