IQNA

د ذی الحجه د میاشتې د لومړیو ۱۰ ورځو اعمال او فضیلت

14:48 - May 19, 2026
د خبر لمبر: 3492791
ایکنا – د ذلحجې لومړئ ورځ هغه ورځ ده ، چې  خداوند سبحان  ئې په قرآن کې د لویو نېکو اجرونو لپاره یاده کړې ده؛ دا هغه ورځ  ده چې د روژې، دعا او ذکر په کولو سره انسان د دنیا او آخرت غوره برکتونه ترلاسه کولی شي.

د ایکنا د راپور له مخې،  د دوشنبې  ورځ د ذی الحجه د میاشتې لومړۍ ورځ وه ،  او دا ورځ د «ایام معلومات» په نوم پیلېږي؛ د ذی الحجې لومړنئ  ۱۰  ورځې هغه لویې ورځې دي چې  خداي تعالی   د حج سورې په ۲۸ آیت کې یادې کړې دي. الله سبحانه په دې آیت کې فرمایي:

«لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ؛     چې د خپلو ګټو شاهدان شي او د الله نوم په معلومو ورځو کې د هغو څارويو پر سر یاد کړي چې الله ورکړي دي؛ له هغې څخه وخورئ او بیوزلو ته ورکړئ.

د ذی الحجه د میاشتې  له  پیل سره، د حج زیارتوال  د میقات پر لور  ځي او هغه اعمال ترسره کوي چې  خدای تعالی  ئې امر کړی، څو لوئې ګټې ترلاسه کړي. خو د حج ګټې یوازې د حاجیانو  لپاره نه دي؛ ټول مسلمانان کولای شي د دې شپو ورځو  مستحب اعمال ترسره کړي او د کال په غوره شپو ورځو کې غوره ثواب ترلاسه کړي.

د ذی الحجه د میاشتې د لومړۍ ورځې ځانګړي اعمال

د دې میاشتې د لومړۍ ورځې لپاره مستحب اعمال په لاندې ډول دي:

۱ـ روژه نیول؛

۲ـ د حضرت فاطمةالزهرا  (سلام الله علیها) لمونځ ادا کول؛

۳ـ دوه رکعته لمونځ: د غرمي له لمونځ نیم ساعت مخکې دوه رکعته لمونځ ووايه، په هر رکعت کې یو  ځل سوره حمد، ۱۰ ځلې سوره توحید، ۱۰ ځلې آیت الکرسي او ۱۰ ځلې سوره «إنا أنزلناه» ولوله؛

۴ـ هر څوک چې  له کوم ظالم څخه ویره لري، نو  په دې ورځ  دې ووایي: «حَسْبی حَسْبی حَسْبی مِنْ سُؤالی، عِلْمُکَ بِحالی»  څو الله تعالی  هغه د ظالم له شره وژغوري.

د ذی الحجه د لومړیو ۱۰ ورځو اعمال:

لمونځ

امام صادق (ع) فرمایي: زما پلار حضرت امام باقر (ع) ماته وویل: زویه! د ذی الحجې د میاشتې په لومړیو لسو شپو ورځو کې (د میاشتې له لومړۍ شپې د قربانۍ د اختر تر شپې پورې) هره شپه د ماښام او عشاء د لمونځ ترمنځ دا دوه رکعته لمونځ مه پرېږده؛ په هر رکعت کې سوره حمد او سوره توحید ولوله، بیا دغه آیت ولوله:

«وَ وَاعَدْنَا مُوسَی ثَلاَثِینَ لَیْلَةً وَ أَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِینَ لَیْلَةً وَ قَالَ مُوسَی لأَخِیهِ هَارُونَ اخْلُفْنِی فِی قَوْمِی وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعِ سَبِیلَ الْمُفْسِدِینَ» (اعراف/۱۴۲).

که داسې وکړې، د حج د اعمالو په ثواب کې به شریک  شې.

روژه نیولل!

په روایت کې حضرت امام موسی کاظم (ع) فرمائي: هر څوک د ذی الحجه د میاشتې لومړنئ ۹ ورځې روژه ونیسي، خداي پاک  د هغه لپاره د ټول عمر د روژې ثواب لیکي.

د پنځو دعاګانو ذکر

حضرت امام باقر (ع) فرمایي: خدای تعالی  پنځه دعاوې د جبرئیل له لارې حضرت عیسی (ع) ته ډالۍ کړې،  څو د دې لسو شپو ورځو په ایامو کې ئې ولولي. که څوک هره ورځ هر یوه له دې پنځو دعاګانو څخه ۱۰ ځلې ولولي، روایت عملي شوی دی.

پنځه دعاګانې په لاندې ډول دي:

۱ـ اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ، بِیَدِهِ الْخَیْرُ، وَهُوَ عَلی کُلِّ شَیْء قَدیرٌ.

۲ـ اَشْهَدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، اَحَداً صَمَداً، لَمْ یَتَّخِذْ صاحِبَةً وَلا وَلَداً.

۳ـ اَشْهَدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، اَحَداً صَمَداً، لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ، وَلَمْ یَکُن لَهُ کُفُواً اَحَدٌ.

۴ـ اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ، یُحْیی وَیُمیتُ، وَهُوَ حَیٌّ لا یَمُوتُ، بِیَدِهِ الْخَیْرُ، وَهُوَ عَلی کُلِّ شَیء قَدیرٌ.

۵ـ حَسْبِیَ اللهُ وَکَفی، سَمِعَ اللهُ لِمَنْ دَعا، لَیْسَ وَرآءَ اللهِ مُنْتَهی، اَشْهَدُ للهِ بِما دَعا، وَاَنَّهُ بَریءٌ مِمَّنْ تَبَرَّءَ، وَاَنَّ لِلّهِ الاْخِرَةَ وَالاْولی

د  فجر سورې تلاوت!

په یوه حدیث کې له  رسول الله (ص) څخه  روایت شوی: هر څوک د ذی الحجه په لومړیو لسو شپو  ورځو کې سوره فجر ولولي، ګناهونه ئې بخښل کېږي؛ او که په نورو ورځو کې ئې ولولي، د قیامت په ورځ به د هغه لپاره روښانتیا وي.

نور مستحب اعمال!

د حضرت فاطمة الزهرا (س) لمونځ ادا کول

له  لمونځ وروسته د امام صادق (ع) له  خوا  د روایت شوو دعاګانو  لوستل

دا ټول اعمال په دې لسو شپو ورځو کې د انسان د روحاني او اخروي ګټو لپاره خورا مهم او مستحب ګڼل شوي.

https://iqna.ir/fa/news/4352869

captcha