IQNA

تیونس په استانبول کې د حلالو شیانو  په نړیوال نندارتون کې ګډون کوي

15:37 - May 19, 2026
د خبر لمبر: 3492794
 ایکنا-  د حلالو شیانو  د  ۲۰۲۶ نندارتون او  دغه راز د حلالو شیانو   دولسمه نړیواله غونډه به د تیونس شرکتونو او اقتصادي متخصصینو په ګډون په استانبول کې ترسره شي.

د ایکنا د راپور له مخې، د تونس د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دغه هیواد د کاروبارونو او اقتصادي  تاجرانو بلنه ورکړې چې په حلال ۲۰۲۶ نندارتون او د حلالو  دولسمې نړیوالې  غونډې کې  ګډون وکړي، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۵مې څخه  د مئ تر ۲۸    د ترکیې په استانبول کې ترسره شي.

دغه  نړیواله  اقتصادي پیښه، چې په حلال سیکټر کې مخکښه بلل کېږي، یو نړیوال چوکاټ برابروي چې زرګونه متخصصین پکې ګډون کوي، له هغې جملې  سټال لرونکي، پانګه‌وال، نړیوال پیرودونکي او پریکړه کوونکي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټوليږي، او د تیونس شرکتونو لپاره چې غواړي خپل نړیوال فعالیتونه پراخ کړي، د پام وړ فرصتونه برابروي.

د تونس د ګډون هدف په دې پیښه کې د ملي محصولاتو  د کیفیت نړیوالو بازارونو ته وړاندې کول او په داسې یوه چټک وده کوونکي بازار کې د نوو شریکانو موندل دي، چې یوازې د خوړو محصولاتو پورې محدود نه دی، بلکې د آرایشي توکو، درملو، مالي خدماتو او بدیل سیاحت برخو ته هم غزول کېږي.

دغه نندارتون تیونس شرکتونو ته سټراتیژیک فرصت هم برابروي، څو د حلالو شیانو د  سندونو د صادرولو وروستي معیارونه او تخنیکي رجحانات وڅېړي، او په دې توګه په هغو آسیائي، اروپائي او افریقائي بازارونو کې خپلې سیالئ لوړې کړي چې ورو ورو د دې ډول محصولاتو باندې تمرکز زیاتوي.

https://iqna.ir/fa/news/4352628     

captcha