
ایکنانیوز راپور راکوي، پخواني نسلونه روایت کوي چې د حج سفر یوازې مکې ته تګ نه و، بلکې یو ټولنیز او روحاني پړاؤ اوا موسم و؛ داسې موسم چې د تکبیر غږونو به د صحرا په زړونو کې انګازې کولې، او د وېرې، خوښۍ، دعا او عبادتونو احساسات به سره ګډېدل، تر دې چې دغه سفرونه د هغه وخت د ساده ژوند له مهمو نښو څخه د خلکو په حافظه کې پاتې شول.
ایکنانیوز یوه ویډیو ترلاسه کړې ده ، چې د ۱۹۲۸ میلادي کال (یعني له ۹۸ کاله مخکې) پورې اړه لري، داسې انځورونه پکې ثبت شوي چې ښئي سل کاله مخکې، سره له دې چې د حج سفر ډېر سخت شرایط او مکې ته د رسېدو ګڼې ستونزې موجودې وې، خو د خدای کور ته د رسېدو مینه او شوق تر هر خنډه پیاوړی او ولولناک و.
https://iqna.ir/fa/news/4354510