
ایکنا نیوز د «مصراوي» له قوله راپور راکړی، د نوملیکنې آنلاین بهیر د ملي پېژندپاڼې په کارولو سره د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۰ (یعني د غبرګولي تر ۲۰ ) پورې د لاندې وېبپاڼې له لارې دوام لري:
https://jobs.caoa.gov.eg /
د سیالۍ لپاره اعلان شوي شرایط هم په دې ډول دي:
غوښتونکی باید د مصر ښاریز وي.
غوښتونکی باید ښه شهرت او نېک شخصیت ولري.
غوښتونکی باید د کومې جنائي جرم یا داسې جرم له امله محکوم شوی نه وي چې اخلاقي فساد یا بېصداقتي پکې شامله وي؛ مګر دا چې قانوني حیثیت ئې بېرته اعاده شوی وي.
غوښتونکی باید د محکمې یا انضباطي پرېکړې له مخې له دندې نه وي ګوښه شوی، مګر دا چې له هغې پرېکړې لږ تر لږه څلور کاله تېر شوي وي.
د اعلان د خپرېدو پر مهال باید د غوښتونکي عمر له ۴۰ کلونو زیات نه وي.
د زدهکړو عمومي درجه باید «ښه» یا تر هغې لوړه وي.
غوښتنلیکونه باید یوازې د استوګنې په هغه ولایت کې وسپارل شي چې د ملي پېژندپاڼې په معلوماتو کې ثبت شوی وي.
د سیالۍ لپاره وړ تحصیلي څانګې په دې ډول دي:
د ادبیاتو او ښوونې لیسانس (د اسلامي مطالعاتو څانګه)
د اسلامي او عربي مطالعاتو لیسانس (د عربي ژبې له څانګې پرته ټولې څانګې)
د اسلامي مطالعاتو لیسانس (ټولې څانګې)
د اسلامي تبلیغ لیسانس (ټولې څانګې)
د اسلامي الهیاتو لیسانس (ټولې څانګې)
د اصولالدین لیسانس (ټولې څانګې)
د عربي ژبې لیسانس (د اسلامي مطالعاتو څانګه)
د ژبو او ژباړې لیسانس (په بهرنیو ژبو اسلامي مطالعات)
د قرائت او قرآني علومو لیسانس (ټولې څانګې)
دا ټولې هغه تحصیلي څانګې دي چې د الازهر د قرآن ښوونکي یا استاذان په دغې سیالۍ کې د ګډون لپاره وړ بلل شوې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4355267