
ایکنانیوز راپور راکړی، دغه سیالۍ د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن د څانګې له خوا د قرآن د نړیوالې اونۍ د پروګرامونو د لړۍ په لړ کې چې د ۳۰ عربو او اسلامی هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره پیل شوې شروع شوي دي.
پرانیستونکې دستورې د اسلامی نړئ د غوره قرآنی شخصیّتونو او یو شمیر دیني عالمانو او پوهنتونوالو او د مقدس آستانونو د استازو په ګډون سره د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارتوالو او زیارتي سپيڅلو ځایونو د استازو په ګډون سره ترسره شوې.
دغه سیالۍ به د غبرګولې د میاشتې تر یویشتمې نیټې پورې یعنی د کربلا د قرآن د نړیوالو اونۍ تر پاي پورې د امام حسین علیه السلام په مقدس حرم کې د مازدیګر له څلورو تر شپږو بجو پورې او دغه راز په دوهم وخت کې هم د ماښام له اته نیمو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې دوام وکړي.
د حسینی آستان د قرآن ی رسندوئي مرکز مسئول وسام نذیر الدلفي په دې باب ووئيل؛ دغه دستورې د مصر د مشهور قاری عبدالفتاح الطاروطي په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاؤت سره پیل شوې او له دې وروسته د علمیه حوزې د استاذ سید ریاض الحکیم او ورپسې د حینی مقدس آستان د دارالقرآن د څانګې دمشر شیخ خیر الدین علی الهادي هم ویناوې وکړې.

وسام نذیرالدلفي پخپلې وینا کې ووئيل په دغو دستورو کې د یوه مستند فیلم نندارې ته وړاندې کول هم شامل دي چې د کربلا د نړیوالې جایزې او د هغو مخکینیو مرحلو د تاریخچې نمایش هم شمال دی چې په هغو کې د نړیوالو ځوانو قرآنی وړ کسانو ګډون درلود.
داپه داسې حال کې د ي چې د قرآن نړیوالې اونۍ په پيښو کې چې د قرآن کریم د قرائت او حفظ په څانګو کې دکربلا د نړیوالې جایزې پر پنځم پړاؤ سربیره د نباعظیم د خوشخطئ او د نورو قرآني پيښو د نندارتون څلورم پړاؤ او دغه راز د غوټیو د نړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ پکې شامل دی .
https://iqna.ir/fa/news/4356922