IQNA

بیړئ او کشتئ دې هرمز تنګی ته نزدې نشي؛هرمز تنګی وتړل شو

5:47 - June 21, 2026
د خبر لمبر: 3492937
ایکنا- د سپاه پاسدارانو په اعلامیې کې وئیلي دي،  د جنګ د پای د تفاهم‌ليک  د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرله‌پسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی  د بېړيو او کشتیو  د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکړی، د سپاه پاسدارانو په  اعلاميې کې  د توبې سورې د د ولسم آیت (وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ (۱۲ توبه)   «او که هغوی له خپلې ژمنې وروسته خپل    عهد  مات  کړي او ستاسو د دين  سپکاوي  وکړي، نو د کفر له مشرانو سره وجنګېږئ؛ ځکه هغوی خپلې ژمنې نه ساتي، ښائي له دې کاره لاس واخلي.» (سورة التوبة، آيت ۱۲)   ؛ په لیکلو سره راغلي دي،  د امريکا د ښکاره ژمنې ماتول او د جنګ  د پای د تفاهم‌ليک د لومړۍ مادې د نه عملي کولو، د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي تیریګر رژيم له لورې د اوربند  دوامداره خلاف ورزي، د دغې سيمې د بې‌وزلو خلکو د بې‌رحمانه وژنې او د سلګونو زرو کسانو د بې‌ځايه کېدو، او همدارنګه د لبنان له جنوبي سيمو څخه د نیواکګرو صهيونيستي ځواکونو د نه وتلو له امله، اعلانېږي چې هرمز تنګی به د بېړيو او کشتیو  د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي؛همدارنګه ټينګار کېږي چې دا د دښمن د ژمنې ماتونې په ځواب کې لومړی ګام دی، او که تېری  دوام ومومي، نو  خپلو ژمنو  عملی کولو ته د دښمن  د اړباسلو  لپاره به نور پړاوونه هم پلان  او عملي شي.

د اسلامي انقلاب د  سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د عامه اړيکو څانګې اعلان کړی دی چې د لبنان پر ضد د صهيونيستي رژيم د جنايتونو او د اوربند د ټينګښت په برخه کې د امريکا د ژمنو د نه پوره کولو له امله، هرمز تنګی د ټولو بېړيو پر مخ تړل شوی دی.

په دغې   اعلاميې کې همداراز وئیل شوي دي چې ؛  یو ځل بیا ټينګار کېږي چې هرمز تنګی تړل شوی دی او بېړۍ دې دغه تنګي ته نه نږدې کېږي؛ که نه، نو د هغوی امنيت به له خطرې سره مخ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4359419

captcha