IQNA

یو اسټرالیایي فعال وائي؛ اسلام ضده پروسه د  ناسم تفکر  نتیجه  ده

15:27 - June 22, 2026
د خبر لمبر: 3492941
ایکنا - د آسټرالیا د اسلام‌  په خلاف د کرکې او نفرت   (اسلاموفوبیا ) پر ضد  د  څانګې ځانګړي استازي، سیاستوال او شنونکي دې ته وبلل چې د مسلمانانو پر ضد له تفرقه اچونکو ، دخپلې خوښې  او تعمیمي څرګندونو دې  ډډه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې په اسټرالیا کې د اسلام په اړه عامه بحثونه ډېر ځلې د حقیقي  او ژور تحلیل پر ځای د ناسم تعمیم او احساساتي ژبې پر بنسټ ترسره کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د مسلم نېټورک له قوله ئې خپور کرړی راغلي دي، د آسټریلیا د حکومت  د  اسلامو فوبیا پروسې په خلاف  د څانګې  نماینده  آفتاب ملک،  د «ګارډین» ورځپاڼې لپاره په یوې مقالې کې د سناتورې پالین هانسن وروستیو څرګندونو  په غبرګون کې  ویلي  دي چې په آسټریلیا کې د اسلام په اړه عام  بحثونه ډېری وخت د حقیقي تحلیل پر ځای د ناسمو تعمیمونو او احساساتي ژبې له لارې رامنځته کېږي.

هانسن د اسلام په اړه د خپلو لیدتوګو  د څرګندولو لپاره د بریتانوي لیکوال اې ډي  حسین خاطراتو ته اشاره کړې وه. آفتاب ملک وویل چې دا ډول ارجاعات، که څه هم د  روا عام  بحث یوه برخه ده، خو باید د ټولو مسلمانو ټولنو په اړه د عمومي پایلو د اخیستلو لپاره ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه چې د ټولنیزو او شخصي عواملو پراخه لړۍ، لکه ټولنیز ه انزوا او شخصي ناخوښۍ، د افراطیت پر لور د ګروهنې  په رامنځته کېدو کې رول لرلی شي، او دا ټول عوامل یوازې  د دیني هویټ په باب نشي تحلیل کیدلی.

هغه  ویلي: « آسټریلیائی مسلمانان  لا هم له توپير ، لفظي سپکاوي او دښمنۍ سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې دیني  او هویتی  لباس اغوندي.

هغه د جوماتونو او اسلامي بنسټونو پر ضد د ورانکارۍ او ګواښونو راپورونو ته اشاره وکړه او وې ویل: «دا تجربې د ډېرو اسټرالیاوالو  لپاره یو مستند واقعیت دی.» هغه زیاته کړې چې د دغو ستونزو له پامه غورځول د لا زیاتې ټولنیزې څنډې کیدا  خطره  رامنځته کوي.

 آفتاب ملک  د بیان د آزادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، خو وې ویل چې عامه شخصیتونه د خپلو خبرو د اغېزو په اړه هم مسؤلیت لري، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د اقلیتونو پر ټولنو اغېز ې شیندي.

هغه د عامه شخصیتونو او مسلمانو ټولنو ترمینځ د لا زیاتو اړیکو غوښتنه وکړه، چې پکې د جوماتونو لیدنه او له عادي اسټرالیاوالو سره خبرې اترې شاملې دي. د ده په باور، دا ډول اړیکې  ناسم تصورات او غلط فهمۍ له منځه وړلی شي.

ملک وویل: «د اسټرالیا اصلي ننګونه دا نه ده چې ایا د افراطیت او ملي امنیت په اړه بحث کولی شي که نه؛ بلکې دا ده چې ایا دا بحثونه د یوې ټولې  دینی ټولنې له عمومي کولو پرته ترسره کیدلی شي که نه.

https://iqna.ir/fa/news/4359526

captcha