د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مسلمون حول العالم» له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، کله چې قرآن کریم په یوې کورنۍ کې د ګډې ژبې په توګه ځای ونیسي،نو شخصي بریاوې د کورنیو په ګډو بریاوو بدلېږي او د کورنۍ ټول غړي د قرآن په حفظ، زدهکړې او ایمان کې شریک کېږي.
د همدې مفکورې پر بنسټ،د کوزوو په پلازمېنې پریشتینا کې یوه له خورا ښکلو قرآني صحنو څخه رامنځته شوې، چیرې چې درې خویندې د عمّ جزء د حفظ لپاره سره یو ځاي شوې.
درو خویندو په یوه ورځ د عمّ جزء حفظ بشپړ کړ
د پریشتینا د «کوچنیو حافظانو» اکاډمۍ د یوې ځانګړې قرآني لاسته راوړنې جشن جوړ کړ، وروسته له دې چې آسیه، آتیکا او سارا ایبیشي په یوه ورځ د عمّ سپاره یا جزوه په بشپړ ډول حفظ کړه.
دا صحنه د دې څرګندونه وه چې په یوې کورنۍ کې قرآني روزنه څومره ژور او اغېزشیندونکی رول لري.
د دغو خویندو بریا یوازې دا نه وه چې په تصادفي ډول ئې حفظ په یوه ورځ پای ته ورساوه، بلکې دا د یوې ګډې تعلیمي او روزنیزې لارې پایله وه چې درې واړه ئې د قرآن کریم له مینې سره یوځای کړې وې.
د خدای کتاب د دوي د ورځني ژوند او د کورنۍ د فضا نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې وه.
تر ټولو کوچنۍ حافظه خپل سفر په درې کلنۍ کې پیلوي
دا کیسه یو بل، لا د پام وړ اړخ هم لري، ځکه سارا د اکاډمۍ تر ټولو کشره زدهکوونکې ده
هغې د درې کلنۍ په عمر کې د قرآن کریم زدهکړه پیل کړه او په څلور کلنۍ کې ئې د قرآن کریم دېرشمه برخه (عمّ جزء) حفظ کړه.
دا ښئي چې ماشومان هم په ډېر کم عمر کې له قرآن کریم سره ژوره اړیکه ټینګولی شي، په دې شرط چې مناسب روزنیز چاپېریال او سمه ښوونیزه لارښوونه ورته برابره شي.
هغه سفر چې پیلېږي، خو هېڅکله پای ته نه رسېږي
د «کوچنیو حافظانو» اکاډمۍ مشرانو ټینګار وکړ: د قرآن کریم د دېرشمې سپارې حفظ د لارې پای نه، بلکې له قرآن کریم سره د یوه اوږد، دوامدار او برکتي سفر پیل دی.
دا سفر یوازې په حفظ نه، بلکې د قرآن په پوهېدو، عملي کولو او د قرآني ارزښتونو د ماشوم په شخصیت کې له هماغو لومړنیو کلونو څخه په ټینګولو ولاړ دی.
دغه بریا د پریشتینا د اکاډمۍ د رسالت یوه روښانه بېلګه ده، ځکه دا اکاډمي هڅه کوي چې د ماشومانو په زړونو کې د قرآن کریم مینه ځای پر ځای کړي او داسې نسل وروزي چې د پوهې، اخلاقو او چلند له پلوه د خداي تعالی له کتاب سره ژوره اړیکه ولري.
د اکاډمۍ باور دا دی چې حقیقي پانګونه د ماشومتوب له پړاوه پیلېږي، او کورنۍ تل د یوه قرآني نسل د روزنې لومړنی او مهم شریک وي.
https://iqna.ir/fa/news/4360749