IQNA

د اسکار د ۹۸  پړاؤ غوره شوی فلم!

«د ولسمشر کیک»؛ د استبداد تریخ  خوند او د بندیزونو خپسکه

14:16 - July 01, 2026
د خبر لمبر: 3492980
د ولسمشر کیک او صدام
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰  لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.

په فیلم کې یوه ۹ کلنه نجلۍ، چې لامیا نومېږي، په ښوونځي کې د پچې له لارې ټاکل کېږي، څو د ولسمشر صدام حسین د زوکړې د مراسمو لپاره یو کیک برابر کړي. خو دا پَچه د نورو پچو په څېر نه د بخت او نه هم د ګټلو نښه ده، بلکې یوه جبري دنده ده چې له منلو ئې انکار کول درنې پایلې لرلی شي.

لامیا له خپلې نیا، خپل ملګري سعید او خپل کورني چرګ سره د اوړو، بورې او هګیو د پیدا کولو لپاره سفر پیلوي؛ داسې سفر چې د هغه وخت د عراقي خلکو د ژوند یو  روښانه انځور  وړاندې کوي.

دا فلم ښئي چې د یوې دیکتاتورۍ او جګړې د تاوتریخوالي د بیانولو لپاره تل د جګړې ډګر او خونړۍ صحنې اړینې نه وي. کله ناکله د یوه کیک برابرول او د یوه ماشوم فکر ، تر هر څه ډېر دقیق انځور وړاندې کوي؛ داسې انځور چې هم تریخ دی او هم ژور انساني اړخ لري.

فیلم په ډېرې ځیرکتیا سره نړۍ د یوه ماشوم له لیدلوري انځوروي. همدا انتخاب لامل کېږي چې لیدونکی د سیاسي شننو پر ځای، د خلکو نفسیاتي دباؤ په خپل احساس کې تجروبه کړي.

د فلم تر ټولو ستره بریا دا ده چې سیاست ئې په شعاري خبرو نه دی راټیټ کړی.

د فیلم بله مهمه ځانګړنه دا ده چې له مبالغې ډک  تور انځور څخه ئې ډډه کړې ده. لیکوال او ډایریکټر حسن هادي د دې تراخې فضا په منځ کې د ټوکو، دوستۍ او هیلې شیبې هم رامنځته کړې دي. د ماشومانو خپلمنځي اړیکې، د هغوی ملګری چرګ او د لارې په اوږدو کې له خلکو سره ځینې  له ټوکو ټکالو ډکې پېښې، نه پرېږدي چې فیلم یوازې په یوه پرله‌پسې غمیزې بدل شي.

همدا تضاد، یعنې د ماشومانو معصومیت او د شاوخوا نړۍ تاوتریخوالی، د فیلم عاطفي اغېز څو برابره زیاتوي.

ښايي یوازینۍ نیوکه چې پر فیلم کېدلی شي، د هغه نسبتاً ورو ریتم وي. کیسه تر دې چې پر پرله‌پسې ډراماټیکو پېښو ولاړه وي، د هغه چاپېریال د ژوند پر مشاهده او تجربې تمرکز کوي. د هغو لیدونکو لپاره چې له ډېرو پېښو ډکه ډرامه غواړي، دا ورووالی ښائي ستونزمن وي، خو همدا تمځایونه فیلم ته فرصت ورکوي چې خپله نړۍ په ډېر دقت او جزئیاتو  جوړه کړي.

«د ولسمشر کیک» په پای کې د ماشومتوب د له منځه تلو کیسه ده؛ د داسې نسل کیسه چې تر دې مخکې چې د خوبونو لیدل زده کړي، ویره ئې زده کړې ده.

هغه هېوادونه چې ځانونه د نړۍ ستر قدرتونه بولي، لکه متحده ایالات، د خواخوږۍ او بشري حقوقو په شعارونو  سره ځان ته دا حق ورکوي چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. دوی د دیکتاتورۍ پر ضد د مبارزې او د خلکو د ژغورنې په پلمه، خپله د دباؤ په یوې بلې وسیلې بدلېږي او د عادي خلکو ژوند په جهنم بدلوي

فیلم «کیک رئیس‌جمهور»؛ سایه استبداد و جنگ بر زندگی مردم عراق

هغه جنګ چې د بمونو او مرمیو په وسیله د بې‌ګناه خلکو ژوند اخلي، او هغه اقتصادي بندیزونه چې د عادي خلکو پر ژوند او معیشت مستقیم اغېزې شیندي، په پایلې کې ئې د سیاست او جګړې اصلي قربانیان هماغه کسان وي چې د دغو حالاتو په رامنځته کېدو کې تر ټولو لږ رول لري. په ځانګړې توګه، ماشومان تر ټولو ډېر روحي او نفسیاتي تاوانونه  ویني.

دغه فیلم خپله لومړنۍ نړیواله ننداره د ۲۰۲۵م کال د کن فلم فسټیوال د Directors' Fortnight په څانګې کې ترسره کړه او د همدې فستیوال د غوره لومړي فیلم لپاره ئې د طلایي کیمرې (Caméra d'Or) جایزه وګټله. همدارنګه، د همدې برخې د لیدونکو جایزه ئې هم ترلاسه کړه.

دا فیلم د عراق د استازي په توګه د اسکار د ۹۸  پړاؤ د غوره نړیوال فیچر فیلم په کټګورۍ کې وټاکل شو او د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ په شپږمه د سوني پیکچرز کلاسیکس له خوا په متحده ایالاتو کې نندارې ته وړاندې شو.

لیکواله: روح‌انګېز انوشي

https://iqna.ir/fa/news/4360566

captcha