IQNA

سي‌اېن‌اېن: تهران د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی

6:59 - July 06, 2026
د خبر لمبر: 3492997
د شهید رهبر جنازې دستورې
ایکنا- یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د امریکا سي‌اېن‌اېن (CNN) ټيلیویژني چینل ویلي چې تهران د سترې جنازې د مراسمو لپاره بشپړتیار شوی دی.

دغې رسنۍ د اسلامي امت د شهید لارښود د پاک جسد د وداع په مراسمو کې د ایران د خلکو حماسي او پراخ ګډون ته اشاره کړې او لیکلي یې دي:ایرانیانو د شهید آیت‌الله علي خامنه‌اي د وداع د مراسمو په دویمه ورځ، د هوا سخته تودوخه  وزغمله. 

سي‌اېن‌اېن زیاته کړې چې تمه کېږي میلیونونه ویرجن کسان په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

له بلې خوا، یوې چینایي رسنۍ هم د ایران د خلکو د پراخ او خودجوشه ګډون خبر ورکړ.

سي‌جي‌ټي‌اېن (CGTN) راپور ورکړی چې د وداع د مراسمو په لومړۍ ورځ لسګونو زرو تور لباس اچونکو  عزادارو  د تهران د سترې مصلی یا عیدګاه انګڼ ډک کړی و.

دغې رسنۍ زیاته کړه چې ډېرو ګډونوالو سره  بیرغونه له ځان سره لېږدول، چې د  اهل تشیعّ  په فرهنګ کې د شهادت او غچ اخیستنې نښه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، ماتم کوونکو د شهید رهبر نشتوالی یوه ژوره   او  ستره  غمیزه بلله.

په راپور کې راغلي چې خلکو، سره له دې چې ګڼې لارې تړلې وې، په خپله خوښه مراسمو ته ځانونه رسول، څو ماتم وکړي؛ داسې لکه خپل پلار ئې چې له لاسه ورکړی وي.

https://iqna.ir/fa/news/4362321

captcha