IQNA

د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د شهید امام د جنازې لمونځ ادا شو،په مشهد کې دبدرګې دستورې مازدیګر ترسره کیږي

6:35 - July 09, 2026
د خبر لمبر: 3493008
د شهید رهبر جنازه په کربلا کې
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.

ایکنانیوز د تسنیم خبري اژانس  له قوله راپور راکوي، د نړۍ د مسلمانانو د مجاهد امام او د مستضعفانو د شهید رهبر، حضرت آیت‌ا... العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي (رضوان الله تعالی علیه) پر مبارک جسد د جنازې لمونځ ترسره شو.

دغه لمونځ د عراق د ستر دیني مرجع آیت ا... سیستاني نماینده شیخ عبدالمهدي کربلایي ادا کړ او په دغو پرتمینو او ولولناکو دستورو کې په میلیونونو کسانو ګډون وکړ.

په مشهد مقدس کې د شهید رهبر د  جنازې د دستورو وخت بدل شو

  همداراز د مشهد د شهید رهبر د استقبال او جنازې د مراسمو مرکزي کمیټې  وئيلي دي، چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم به په مشهد کې نن د سهار په ځاي د ماسپښین په دوو بجو (۱۴:۰۰) ترسره شي.

  ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د «د ایران د شهید» د استقبال او جنازې د کمیټې دریمه خبرتیا خپره شوه، چې  په دغې

خبرتیا کې ویل شويدي،په نجف اشرف او کربلا معلی کې د عراقيانو په تیره بیا د دغو ښارونو  او د شاوخوا د ولایتونو په میلیونونو  اوسېدونکو، د بې‌ساري او پراخ هرکلي له امله، د شهید امام  خامنه اي د مبارک جسد مشهد ته د رسېدو وخت له ځنډ سره مخ شوی دی.

له همدې امله، د استقبال او جنازې مراسم به د پنجشنبې ورځې د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د امام رضا (ع) له سړک څخه د سپېڅلي رضوي حرم پر لور ترسره شي.

https://www.tasnimnews.ir/fa/news/1405/04/18/3643047

captcha