IQNA

د قرآن د نسخو رغول؛ د غزې په کنډوالو کې د مقاومت نښه

14:08 - July 13, 2026
د خبر لمبر: 3493017
قرآنونه زاړه
ایکنا- جمیل مقداد، یو ۷۱ کلن فلسطینی بوډا دی چې په غزې کې د جنګ د کنډوالو په مینځ کې ئېد قرآن کریم د ترمیم کار ته مخه کړې ده. هره نسخه چې هغه ئې بېرته رغوي، د هغې جګړې پر وړاندې یوه کوچنۍ بریا ده چې پهغزې تړانګې کې یې د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي.

 ایکنانیوز د راپور د فلسطین آنلاین له قوله راپور راکړی، د غزې ښار په یوې سیمې کې ۷۱ کلن جمیل مقداد هر سهار د خپل  کوچني لرګین  مېز تر شا کښېني. شاوخوا ئې د قرآن کریم لسګونه زړې نسخې کیښودل شوي دي؛ ځینې ئې  د جګړې له امله څېرې شوې دي او ځینې نورې د کلونو کلونو د استعمال له امله زړې او خرابې شوې دي.

د هغه تر څنګ قینچي، یوه کوچنۍ اره، د سریښو لوښي او د کلک کاغذ بېلابېلې ټوټې پرتې وي. دا ځای یوازې د کتابونو د ترمیم یو ساده تعمیر ګاه نه ده؛ بلکې د جنګ د ویجاړیو پر وړاندې د مقاومت او ټینګښت یو ارام پناهځای دی. دلته څېرې شوې پاڼې د مقاومت او زغم په کیسه بدلوي، او هره نسخه چې جمیل ئې بېرته جوړوي،د هغه جنګ پر وړاندې یوه کوچنۍ بریا ګڼل کېږي چې د غزې په تړانګه کې یې د ژوند پر ټولو برخو اغېز کړی دی.

د غزې په تړانګه کې د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د قرآن کریم د نویو نسخو د کمښت له کبله، جمیل ځان له یوې نوې دندې سره کار پیل کړ؛ هغه د موجوده قرآنونو ساتنه او داسې ترمیمول چې بېرته د لوستلو وړ شي.

هغه هر سهار خپل کار د پخوا په څېر پیلوي. هغه قرآنونه چې د بمباریو او دوامدار استعمال له امله یې جلدونه زیانمن شوي یا پاڼې یې څېرې شوې دي، مخې ته ږدي. بیا پاڼې منظموي، د نوي جلد لپاره مناسبې اندازې ټاکي او له سریښ وهلو او د کلکې مقوا یا کاغذ څخه د نوي جلد له جوړولو مخکې ئې په لاس سره ګنډل پیلوي.

هغه زیاتوي:د وخت په تېرېدو سره ګاونډیانو خپلې نسخې راوړې او جوماتونو هم د جګړې له امله زیانمن شوي لسګونه قرآنونه راته راولېږل؛ تر دې چې هغه ساده مېز په داسې کارځای بدل شو چې د خدای تعالی کتاب ته  نوی ژوند وربخښي.

مقداد ټینګار کوي چې د هغه اصلي هدف د قرآن کریم د نسخو له زیان څخه ساتنه ده. هغه وايي د خداي کتاب باید خوندي پاتې شي؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله غزې ته د نویو قرآنونو د وروړلو امکان نشته. له همدې امله موږ دې ته مخه کړې چې د جګړې له امله زیانمن شوي قرآنونه له منیځه لاړ نه شي، بلکې ترمیم او بېرته یې ورغوو.»

https://iqna.ir/fa/news/4363362

captcha