iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – ملګروملتو په خپل یوه وروستي راپور کې وئیلي دي،د نوي میلادي کال په لومړنۍ اونۍ کې د فلسطین په غزې تړانګې کې لږترلږه ۷۴ ماشومان شهیدان شوي دي
د خبر لمبر: 3490446    خپرونې تاریخ : 2025/01/11

ایکنا –د یوې ودانۍ له کنډوالو څخه د قرآنونو په غونډولو کې دعربستان یوه ماشوم اقدام په سوشل میډیا کې د کارؤنکو له ډير هرکلي او قدرونې سره مخامخ شو.
د خبر لمبر: 3490303    خپرونې تاریخ : 2024/12/14

ایکنا - د لبنان د حزب الله غورځنګ دخداي بخښلي عمومی منشي سید حسن نصر الله زوي محمد مهدي نصر الله د صهیونیسټ رژیم او لبنان ترمینځ د اور بند له اعلانه وروسته په بیروت کې دخپل  پر کنډوالو حاضر شو او په ټولنیزو چینلونو کې ئې یو  ویډیوئي پیغام خپور کړ.
د خبر لمبر: 3490233    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا - اسرائيلي نیواکګرو دقدس په ختیځ کې په جبع سیمې کې یو جومات سره د څو نورو ودانیو په بشپړ ډول په کنډوالې بدل کړ.
د خبر لمبر: 3490152    خپرونې تاریخ : 2024/11/13

ایکنا – په غزې تړانګې کې د فلسطینیو کډوالو د کیمپ د سترې ټينکنئ دپاسه د یوه فلسطینی ماشوم د آذان انګازې په یوه فیلم کې خپرې شوي چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې تود هرکلی او ستاینه شوې ده.
د خبر لمبر: 3490138    خپرونې تاریخ : 2024/11/11

 ایکنا - د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د خبر لمبر: 3490127    خپرونې تاریخ : 2024/11/09

ایکنا -  په غزې تړانګې کې په لسګونو فلسطینیو انجونو د وحشي صهیونیسټانو د حملو له امله په یوې کنډوالې شوي خونې کې غوڼډيږي او د قرآن حفظ ته مخه کوي.
د خبر لمبر: 3490087    خپرونې تاریخ : 2024/10/31

ایکنا – په شیکاګو کې د قرآن د یو  چاپ ځاي  مدیر روښانه کړې ده، دطوفان الاقصی د  ناڅاپي عملیاتو او د غزې د جنګ  له هماغه پیل راهسې په امریکائي ښاریزو کې د قرآن لوستلو سره د خلکو ولوله او انګیزه څو چنده زیاته شوې ده.
د خبر لمبر: 3490018    خپرونې تاریخ : 2024/10/17

ایکنا - د الجرداح مرکز ته د اسرائيلي نیواکګرو  په نفوذ سره د وحشي صهیونیسټانو له خوا په یوه بل جنایت کې د نیواکي فلسطین او لبنان د پولې په ۲۰۰میټرۍ کې د الضهیره سرحدي ښار جومات سخت بمباري کړ.
د خبر لمبر: 3489995    خپرونې تاریخ : 2024/10/14

ایکنا – په غزې تړانګې کې  د یوه روغتون په وړاندې د دوو فلسطینیو غبرګو وروڼو له خوا د قرآن کریم د تلاؤت ویډیو  په ټولنیزو چینلونو کې له ډير هرکلي سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3489387    خپرونې تاریخ : 2024/06/16

ایکنا -  د شارجې د خیریّه ټولنې مدیر محمد عبدالرحمن آل علی په هند کې د ۵جوماتونو د جوړولو لپاره ددغې ټولنې د پروګرام خبر ورکړ.  
د خبر لمبر: 3489376    خپرونې تاریخ : 2024/06/13

ایکنا- دغزې تړانګې اوسیدونکي په تیره بیا په رفح ښار کې دیره ښاریز په داسې حال کې د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی کړی دی چې څه دپاسه پنځه میاشتې کیږي،د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله له مځکې،آسمان او سمندره د بې آمانه حملو له امله د اور په لمبو کې او له خوړو او اوبو پرته روژتیان دي او یونیم میلیون کډوا د روژې په مبارکې میاشتې کې د کنډوالو  د خاورو د پاسه د جمې لمونځ قایموي.
د خبر لمبر: 3488880    خپرونې تاریخ : 2024/03/14

ایکنا- د فلسطین  سرچینو د تیرې جمعې په ورځې یعنی د کب د میاشتې په یولسمه نیټه  د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع رفح ښار کې د الفاروق جومات د کنډوالو دپاسه  د جمعې لمانځه د ترسره کیدا انځورونه او ویډیو کلیپونه خپره کړل چې ډیره زیاته ولوله او  انګیزه ئې  خوره کړې ده.
د خبر لمبر: 3488823    خپرونې تاریخ : 2024/03/04

ایکنا-(غزه) په غزې ښار کې دیوه جومات په کنډوالو چې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه بمباریو کې شهید شوی ؤ، په لسګونو کسانو د جمعې لمانځه  په وخت لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3488328    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکنا-(غزه ) د تلې یا میزان د میاشتې له پنځلمسې نیټې یعني په طوفان الاقصی اوج پسې وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې تردې دمه په غزې کې د خدای اوه کورونه (جوماتونه) په کنډوالو بدل شوي دي او د وحشیانو دغیر انساني کړنو ننداره  وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488092    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(غزه) د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع خان یونس سیمې باندې د وحشي صهونیسټي رژيم  دجنګي الوتکو په حملې کې  مسجد الامین په بشپړ ډول په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488083    خپرونې تاریخ : 2023/10/10