IQNA

د قرآن محفل د شهید رهبر  د سپېڅلي مزار ترڅنګ د قرآن ټيلیویژنی چینل له لارې خپرېږي

17:41 - July 14, 2026
د خبر لمبر: 3493025
شهید رهبر
ایکنا - هغه قرآني محفلونه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد له ښخولو وروسته د مقدس رضوي حرم په آستان کې پیل شوي وو، د جمعې ورځې یعني د چنګاښ یا لړم دمیاشتې  تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د قرآن او معارف چینل د عامه اړیکو له دفتره ئې نقل کړی راغلي دی، د رضوي حرم رواق دارالذکر په دې شپو ورځو کې د الهي آیتونو د خوږو غږونو کوربه دی.

قرآني ټولنې د قرآن د تلاوت د روښانه محفلونو په جوړولو سره، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي مزار ترڅنګ یو ځل بیا له هغه شخصیت سره خپله مینه او درناوی څرګندوي؛داسې شخصیت چې خپل ټول عمر ئې د قرآن د فرهنګ، د اهل‌بیتو (ع) د معارفو او د اسلامي او انقلابي ارزښتونو د لوړولو په لاره کې تېر کړ.

د ایران د شهید رهبر د مزار ترڅنګ د قرآن د تلاوت محفل د هېواد د غوره او نړیوالو قاریانو او حافظانو په ګډون سره جوړېږي او هره ورځ په مستقیم ډول د قرآن او معارف چینل له لارې خپرېږي.

دغه پروګرام چې د شهید رهبر د جسد د ښخولو له لومړۍ شپې پیل شوی، د جمعې تر ماښامه، چې د امت د  رهبر د تدفین اوومه شپه ده، دوام کوي

https://iqna.ir/fa/news/4363976 .

///////////////////////////////////////

captcha