IQNA

په اردن،کویت،عربستان،قطر او بحرین کې د امریکا پوځي اډې د ډرونز او توغندیو په شیشت کې

6:45 - July 18, 2026
د خبر لمبر: 3493040
سپاه پاسداران
ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.

ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د پوځ د عامه اړیکو له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، د ایران د اسلامي جمهوریت وسلوالو ځواکونو   په سیمې کې د امریکا د پوځ د سټراټیژیکو شتمنیو، د قوماندې او کنټرول مرکزونو، لوجستیکي بیخ بینائيو او هوايي دفاعي سیستمونو پر ضد د خپلو اغېزشیندونکو  ځوابي عملیاتو په دوام کې، د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم، پنځلسم او شپاړسم پړاؤنو کې، د بې‌پیلوټه الوتکو  او بلسټيک توغندیو په وسیله د کویت په العدیري کمپ کې د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمتون، د علي السالم په هوائي اډې کې د قوماندې ودانۍ او د مهماتو ګودامونه، او همدارنګه په کویت کې څو ارتباطي پلونه په نښه کړل.

  العدیري کمپ د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د لوجسټيک او د ځواکونو د بیا منظمونې یو مهم مرکز ګڼل کېږي، او د علي السالم هوايي اډه په  فارس خلیج په سیمې کې د امریکا د هوايي عملیاتو له سترو ملاتړیزو او همغږۍ مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

د دغو بریدونو په دوام کې، د اردن د الازرق په هوائي اډې کې د امریکا د پوځ د سونګو زېرمې هم د بې‌پیلوټه الوتکو  په شیشت کې په راتلو سره  په لوخړو کې پَټې شوې

اردن همدااوس د امریکا د سنټکام ترهه ګر ځوا ک په مرکز بدل شوی دی

د ایران د وسلوالو ځواکونو په اعلامیې کې ټینګار شوی دی، د ایران د ستر او قدرمن  ملت د غیرت او ایثار وارث دی، هر هغه ځواک چې د ایران د ملت د ارادې د ازمېښت خیال په سر کې ولري، د وسلوالو ځواکونو او د دغه لرغوني ټاټوبی  د مېړني ولس له کلک همډ  او بشپړ  چمتووالي او غاښ ماتونکي ځواب  سره به مخامخ شي.

 همداراز په راپورونو کې وئيل شوي دي د سعودي عربستان په دوو ښارونو او همدارنګه د اردن په ختیځ کې د خطرې ټلۍ کرنګیدلي دي . داهم پّ راپور کې وئيل شوي دي، چې د عربستان  د ملکي دفاع ادارې اعلان  کړی چې د الخرج ښار د مخکیني خبرداري سیستم د احتمالي ګواښ له امله فعال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د الخرج او ینبع ښارونو د خطرې  ټلۍ په دې پسې کړنګیدلي  چې د ایران  د وسلوالو ځواکو  له خوا  د توغندیو غورا او وحشت  ئې  ثبت کړی ،  ینبع د  عربستان په لوېدیځ کې د سره سمندرګي پر غاړه او الخرج د ریاض ښار په سوېل کې موقعیت لري.

د یادونې وړ ده چې د امیر سلطان هوايي ډګر ، چې په ځانګړي ډول د امریکايي پوځي الوتکو او د سونګو د رسولو الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکز دی، د الخرج ښار په سوېل کې موقعیت لري.

د خبري سرچینو په وینا، وروسته له دې چې د امریکا  سونګو رسونکي  الوتکې له امیر سلطان هوايي اډې څخه پورته شوې، دغه اډه د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده.

https://iqna.ir/fa/news/4364480

captcha