IQNA

«د قرآن په اورېدو ارامي احساسوم»

د غزې د آزادې شوې اسیرې «قرآني آرامښت» په صهیونیستي ټولنې کې جنجال راپارولی (فیلم)

6:55 - July 18, 2026
د خبر لمبر: 3493041
صهیونیسټئ بندي او قرآن
ایکنا- د غزې له جنګ وروسته د یوې آزادې شوې اسیرې د قرآن کریم له تلاوت سره د هغې د انس انځوریز اسناد، په نیواکي سیمو کې نوی جنجال رامنځته کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «فلسطین الآن» له قوله ئې خپور کړی ،راغلي دي، د «امیلي دماري» په نوم د یوې پخوانۍ اسرائیلۍ اسیرې ویډیو، چې له غزې څخه د ۴۷۱ ورځني بند  وروسته آزاده شوې وه ، د صهیونیسټي رژیم په سیاسي او ټولنیزو محفلونو کې د سختو غبرګونونو او پراخې غوسې لامل شوې ده.

دغه ویډیو، چې د دمري د یوې ملګرې له خوا په اینسټاګرام کې خپره شوې، هغه د ګاډي  چلولو پر مهال ښئي چې د قرآن کریم تلاوت آوري. سره له دې چې ملګرې ئې ترې غواړي راډیو بنده کړي، خو دمري د قرآن د تلاوت پر دوام ټینګار کوي او وایي چې د قرآن غږ ورته د سکون او ارامښت  احساس ورکوي.

په دغې ویډیوئي کلیپ  کې د یونس مبارکې سورې ۱۰۴م آیت تلاوت کېږي:

«قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ»

؛ ووایه: ای خلکو! که تاسو زما د دین په اړه شک لرئ، نو زه د  هغه  چا عبادت نه کوم چې تاسو ئې له  خداي  پرته  عبادت کوئ، بلکې یوازې د هغه  خداي عبادت کوم چې ستاسو روحونه اخلي، او ماته امر شوی چې له مؤمنانو څخه واوسم.

میرمن امیلي دمري، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د غزې د جنګ د اوربند د هوکړې له مخې آزاده شوه، تر دې مخکې ئې هم په خپلو څرګندونو کې د زندان  پر مهال د قسام لیواؤ د ځواکونو د انساني چلند یادونه کړې وه. هغې ویلي وو چې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ پر مهال د ټپي کېدو وروسته هم د مقاومت ځواکونو ورته درملنه او پاملرنه کړې وه او د آزادۍ پر مهال ئې روغتیایي وضعیت د هغې له تمې ډېر ښه و.

د دغې ویډیو د پام وړ ټکی یوازې د قرآن له تلاوت سره مینه نه ده؛ دماري د ویډیو په یوه برخه کې خپلو هغو غیرمعمولي چلندونو ته هم اشاره کوي چې له آزادۍ وروسته ئې ترسره کړي دي، لکه د غزې پولې ته په بیا بیا  ډول ورتګ، څو د غزې غږونه واوري. د هغې په وینا، د عام تصور برعکس، د دغو غږونو اورېدل هغې ته د سکون احساس ورکوي.

دا هر څه په داسې حال کې دي چې په نیواکي سیمو کې تندلارو صهیونیستي بهیرونو  د هغې پر دې چلند سختې نیوکې کړې او د دغې پخوانۍ اسیرې پر ضد یې د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه پېښه یو ځل بیا د صهیونیستي چارواکو د بندیکیدا  د پړاؤ  د رسمي روایتونو او د اسیرانو د واقعي تجربو ترمنځ موجود واټن او اختلاف په ډاګه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4364562 

captcha