iqna

IQNA

بچوې
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.
د خبر لمبر: 3488613    خپرونې تاریخ : 2024/01/23

ایکنا- له مظلومو فلسطینیانو څخه د نړیوالو ملاتړونو په دوام کې له افریقا رانیولې تر اروبا پورې د نړۍ د مختلفو هیوادونو  ښاریزو ، دنوي میلادي کال په پیلیدا  کې  او دغه راز دنوی کال په واټیزو دستورو کې  دفلسطین دبیرغ په اوچتولو سره  دغزې له بې څوکه خلکو سره  خپل پیوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488509    خپرونې تاریخ : 2024/01/01

ایکنا- د یمن دفاع وزیر  وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف هدف د فلسطین له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته د یمن مجبورول دي خو مونږ امریکا، صهیونیسټ رژيم او بل هر هیواد ته چې له دوې سره ملګري دي ټینګار کوو چې د نن ورځې یمن د پرون ورځې له یمن سره فرق لري.
د خبر لمبر: 3488480    خپرونې تاریخ : 2023/12/26

ایکنانیوز  د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان د سیمې په هرځاي کې چې وي، مشکل راپنځونکي او دټولو ترینګلتیاؤ اصلی ریښه دي ووئيل،امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ناکراریو ددودیدا اصلی ګرَمه ده.
د خبر لمبر: 3488468    خپرونې تاریخ : 2023/12/24

ایکنا- د طالبانو د حکومت دغه غړي، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دنیا، د عدالت په بنیاد یو نړیوال نظم ته اړتیا لري،څرګنده کړه؛نړۍ یو داسې نظم ته ضرورت لري چې په کښې د عدالت خیال وساتلې شي او د سترګو پټولو حق په کښې نه وي.
د خبر لمبر: 3488467    خپرونې تاریخ : 2023/12/24

ایکنا- د امریکا مسلمانانو په یوه کمپاین پیلولو سره وئيلي دي، په غزې تړانګې کې  داسرائيلو له جنایتونو څخه د جوبایډن په ملاتړو سیاستونو باندې په اعتراض کې  په راتلونکو انتخاباتو کې به هغه ته راي ورنکړي.
د خبر لمبر: 3488462    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا- په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د  بې څوکه فلسطینیانو دعامو وژلې په دوام سره د ډيرو لویدیځي  هیوادونو په لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره  په غرې کې د دایمي اوربند دټينګیدا غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488430    خپرونې تاریخ : 2023/12/16

ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزې کې د روغتیائي وزارت ادارې وئيلي دي چې د وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه توغندوي اوهوائي حملو کې په شهیدانوکې کابو اویا فیصده کسان میرمنې او ماشومان دي.
د خبر لمبر: 3488144    خپرونې تاریخ : 2023/10/21

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشرد ټيلیفونی تماس  په ځواب کې  د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په مقابل کې د  لویدیځي هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په مسئولیّت په ټينګار سره ،د غزې د هستوګنو سیمو د بمباریو، کلابندۍ د فوري دریدا او دغې سیمې ته د  اوبو ،سونګو،بریښنا او اساسی شیانو  رسول او  دفلسطین د خلکو درستو حقه حقوقو ته توجه ضروري چاره وبلله.
د خبر لمبر: 3488117    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(غزه)د فلسطین دغزې تړانګې په شمال کې عسقلان نیواکي ټاټوبی ته د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ دمبارزانو په نفوذپسې په نښتو کې ۱۵صهیونیسټان هلاک  شوي  دي.
د خبر لمبر: 3488073    خپرونې تاریخ : 2023/10/08

 په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهروند له يوه ايراني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان په شمال کې د قوش تپې کانال شاوخوا د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کول يو اسرائیلي تفکر دی.
د خبر لمبر: 3487496    خپرونې تاریخ : 2023/06/19

ایکنا-(تهران) د فلسطین یو زنداني او د اسلامی جهاد غورځنګ یو غړی شیخ خضر عدنان چې د نیواکګر رژيم په زندان کې  ئې لوږ تړ کړی ؤ پرون سهار د لوږ تړ په اوه اتیایمې ورځې ،په نیټسان  بند کې بې هوشه شو او څو ساعته وروسته  ئې د شهادت خبر خپور شو.
د خبر لمبر: 3487274    خپرونې تاریخ : 2023/05/02

ایکنا-(تهران) د فلسطین رسندویو د هغې ترکیه ای پيغلې جینۍ د وحشي صهیونیسټي پوځیانو په لاس د نیولو خبر ور کړ چې دالاقصی جومات په یوه صحن کې  د قرآن کریم تلاؤت ئې کاوۀ.
د خبر لمبر: 3487248    خپرونې تاریخ : 2023/04/27

ایکنا-(تهران)د فلسطین مقاومتي مبارزوډلو د یوې ویډیو په خپرولو سره د تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم له ګواښونو سره دمقابلې لپاره خپل چمتووالی وښود.
د خبر لمبر: 3486590    خپرونې تاریخ : 2022/12/13

ایکنا-(تهران)د فلسطین رسندویو وئيلي دي،د ولسی مقاومتي ځواک ډلو په تیر شواروز کې د صهیونیسټي نیواکګرو په ضد مختلف ۲۷عملیات کړي دي.
د خبر لمبر: 3486439    خپرونې تاریخ : 2022/11/10

ایکنا-(تهران)د صهیونیسټ رژيم داخلی امنیتی ادارو  د روان میلادي کال له پیل راهسې تردې دمه په نیواکي ټاټوبو کې د لږترلږه پنځه ویشتو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3486395    خپرونې تاریخ : 2022/10/31