IQNA

د تهران د جمعې   لمونځ !

د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوستل شو

14:47 - July 18, 2026
د خبر لمبر: 3493042
یا لثارات الخامنه ای
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.

د ایکنا د راپور له مخې، د تهران د جمعې لمانځه د خطبو له پیل مخکې، لمونځ کوونکو د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» په لوستلو سره، د اسلامي انقلاب، شهیدانو او د انقلاب له شهید رهبر سره خپل بیعت تازه کړ.

د دغې ژمنې متن په  دې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

«إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ»

ای زمونږ شهید رهبره! او ای د ستر امام خمیني وارثه!

مونږ، د تهران د جمعې لمانځه ګډونوال، د لوی خدای په حضور او د حضرت ولي عصر (عج) په وړاندې، له تاسو سره ژمنه کوو چې د ایران هغه بیرغ، چې تاسو د صبر او بصیرت په مټ د کرامت، آزادۍ، انسانیت او عدالت په لوړو څوکو د اسلامي امت لپاره رپولی دی، هېڅکله به پر ځمکه ونه غورځوو.

ای مجاهد او شهید امامه!

مونږ ستاسو په پاکه وینه قسم خورو چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ او تر وروستئ سا پورې به د ماډرن اسلامي تمدن د تحقق او د حضرت ولي عصر (عج) د ظهور د زمینې د برابرولو لپاره، د اسلامی انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت‌الله العظمی امام سید مجتبی حسيني خامنه‌ای (مدظله العالي) سره پر خپل بیعت د غره په څېر ټینګ ولاړ پاتې شو. همدارنګه به ستاسو او زمونږ د ټولو شهیدانو، په تیره بیا د شهیدو  واړو واړو انجونو زده‌کوونکو، د وینې غچ له خبیثې امریکا او جنایتکار صهیونیستي رژیم څخه  اخلو او د هغوی لپاره به په بسترې کې آرامه مرګ یوه نه رسېدونکې هیله وګرځوو.

مونږ د شهید سید علي حسيني خامنه‌ای د وینې غچ اخیستونکی امت یو او تر هغه به له خپلې مبارزې لاس وانخلو، څو د امریکا ترهه ګر رژیم او وحشي صهیونیستي رژیم له مینځه ولاړ نه شي. موږ به تر هغه وخته چې ساه مو په بدن کې وي، پر همدې ژمنه ثابت او ټینګ پاتې شو.:::

د دغې ژمنې له لوستلو وروسته، د جمعې لمانځه ګډونوالو د «مرګ پر امریکا»، «مرګ پر اسرائیل» او «مرګ پر انګلستان» شعارونه ورکړل او د دې بیانیې پر محتوا ئې پخپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4364483

captcha