یکنانیوز د اسلام سیټي له قوله راپور راکړی، د ۲۰۲۶ فټبال نړیوال جام په پاي لوبې کې پر ارژنټاین د اسپانیا بریالیتوب نه یوازې د یوې سپورټي بریا په توګه د توجه وړ دی، بلکې د په درستې نړئ کې به د میلیونونو پلویانو لپاره د اخلاقي اهمیّت له پلوه هم په یادګار پاتې شي.
په درستې اسلامی نړئ کې ډيری پلویانو ئې د فلسطین د مقاومت او د اسرائيلو د جنایتونو د محکومولو په باب د اسپانیا د اصولي دریځ په دلیل له دغه هیواده ملاتړ وکړ. اسپانیا رسما د ۲۰۲۴کال په مئ میاشت کې فلسطین هیواد په رسمیت وپيژند او په کرتو ئې د نړیوالو قوانینو د احترام ، د انسان دوستۍ دم لاتړ او د سولې غوښته کړې ده. د اسپانیا دریځ دغه هیواد له نورو ډيرو اروپائي هیوادونو څخه په اوڅاره توګه بیّل کړ او د مسلمانانو پّ اکثریّت سره په هیوادونو کې ئې پراخې قدرونې او ستاینې راپورته کړې.
پّ دغو نړیوالو سیالیو کې د اسپانیا په بریالیتوب سره ، په درستې جنوبی آسیا، شمالی افریقا ااو مینځني ختیځ کې له لاروخا څخه ملاتړ له دې لازیات شو. د ډيرو لپاره د اسپانیا هڅول یوازې له فټبال سره اړوند نه وو. دغه چاره همداراز د یوه هغه هیواد د قدردانئ اوستاینې لپاره یوه لاره وه چې د دوي په اند د فلسطینیانو د حقوقو او کرامت لپاره ئې په څرګندو دریځو او خبرو سره خپل شجاعت او جرائت نندارې ته وړاندې کړی ؤ.
ناروې هم وښودله چې فټبال څرنګه د انسان دوستئ له مسئولیّت سره اړوندکیدلی شي. دناروې د فټبال فیډریشن د صهیونیسټ رژيم په مقابل کې د نړیوال جام له مقدماتي سیالۍ مخکې وئيلي وو چې ددغې سیالۍ عواید به د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې له لارې په غزې کې انسان دوستۍ مرستو ته ډالۍ شي. د فیډریشن چارواکو وئيلي چې د عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو د کړاؤ په نسبت هیڅکله هم بې پروا نشي پاتیکیدلی.
سپورټس باید خلک په سیاسی، کلتوري اودیني کرښو کې سره متحد کړي. پر دې اساس ،له کازابلانکا رانیولې تر کوالالامپور پورې د پلویانو لپاره د اسپانیا اتلوالي د فټ بال د ترټولو لوي جام له پورته کولو څخه لازیات بل شی ؤ . دوي نه یوازې له یوه استثنائي ټيم څخه ،بلکې له هغه ملته چې د فلسطین په رسمیّت د پيژندنې او د دعدالت ملاتړ ئې د فټ بال له ټاټوبی ورآخوا احترام ترلاسه کړی قدرونه اوستاینه شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4365049