IQNA

ملایشیا د اسلامي ټوریزم په نړیوال ګراف کې خپل لومړی مقام وساته

15:29 - July 23, 2026
د خبر لمبر: 3493067
د ملایشیا سیل
ایکنا- ملایشیا د پرله‌پسې څو کلونو لپاره یو ځل بیا د  مسټرکارډ – کریسنټ ریټینګ ۲۰۲۵» د مسلمانانو د نړیوال سفر په  ګراف کې لومړی مقام خپل کړ او د نړۍ د غوره حلال ټوریزم  مقصد په توګه ئې خپل ځای  ټينګ وساته.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د عکاظ نیوز ورځپاڼې په حواله ئې راکړی راغلي دي، ملایشیا د «مسټرکارډ – کریسنټ ریټینګ ۲۰۲۵» د نړیوال ګراف له مخې د مسلمانو سیلانیانو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ګرځندویز مقصد پاتې شوی دی.

دغې درجه‌بندۍ د  فارس  خلیج د ملګرتیا شورا (GCC) د غړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د ملایشیا جذابیت لا زیات کړی، ځکه دغه سیلانیان د حلال ګرځندوی له اصولو سره سم، د کورنیو لپاره مناسب، کلتوري بېلابېلوالی لرونکي او لوړ کیفیت خدمات لرونکي سفرونه غواړي.

ملایشیا د حلالو ریستورانونو، د لمانځه ځایونو ته د اسانه لاسرسي، مشهور میلمه‌پالنې او پرمختللو ګرځندویزو بینآئيو له امله توانېدلې چې د مسلمانو سیلانیانو لپاره د تر ټولو محبوبو سفرونو له ځایونو څخه شي.

په دوبۍ کې د ملایشیا  د ګرځندوی دفتر مشر محمد فخرالدین حاتمن وویل، د مسلمانانو  دټوریزم  مقصدونو په سر کې د ملایشیا پاتې کېدل د دې هېواد هغه ژمنتیا ښئي چې غواړي د فارس خلیج د څنډې هېوادونو سیلانیانو ته اسانه، خوندي او زړه‌راښکونکې سفرې تجربه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، د حلال ګرځندوی او میلمه‌پالنې تر څنګ، ملایشیا د کلتوري جشنونو، تاریخي ښارونو، ښکلي طبیعت، کورني تفریحي مرکزونو او د بېلابېلو سیمه‌ییزو کلتورونو د پېژندنې په ګډون د ټوریزم بېلابېلې تجربې وړاندې کوي.

حاتمن وویل، ملایشیا چمتو ده چې د عربي هېوادونو د لا ډېرو سیلانیانو هرکلی وکړي، څو هغوی د کال په اوږدو کې د دې هېواد له بېلابېلو جاذبو څخه لیدنه وکړي او د خپل سفر تلپاتې خاطرې له ځان سره یوسي.

سیلانیان کولی شي په ملایشیا کې د ساراواک د غرنیو سیمو له یخو طبیعتونو، د پنانګ له تاریخي کوڅو، د کوالالامپور له کورنیو تفریحي مرکزونو او همدارنګه د دې هېواد له استوایي ټاپوګانو او ښکلو ساحلونو څخه خوند واخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4365363

captcha