IQNA

د پاکستان یو تکړه شناندی ناصرحسین!

د شهیدانو وینه به له سیمې د استکبار او استعمار  ټغر ټول کړي(ځانګړی مرکه)

15:38 - July 26, 2026
د خبر لمبر: 3493080
شهید رهبر
ایکنا- پارس ټوډې –  د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه  اي او ورسره د تپلي جنګ د نورو لوړپوړو  شهیدانو پاکه وینه به  له درستې سیمې د استعمار او استکبار سپير ټغر ډير زر ټول کړي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال ماسټر ناصر حسین  له تهران ریډیو سره په خصوصي مرکې کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  او ورسره د نورو شهیدانو په تیره بیا د هغه بزرګوار د څوارلس میاشتنئ  لمسئ د وینې  اهمیّت او اغیزو ته په اشارې سره  روښانه کړه ،ډير زر به د شهیدانو پاکه وینه  له درستې سیمې د استکبار او استعمار سپير ټغر ټول کړي، په  درستې نړئ کې ټولو ولیدل چې د شهید رهبر د جنازې په دستورو کې  د نړئ کابو سلو هیوادونو لوړپوړو حکومتي او غیر حکومتي پلاؤ ګډون وکړ او د حق او حقیقت او مقاومت  په ملاتړ کې ئې خپل احساسات وړاندې کړل.  او دغې حماسې یو ځل بیا ټولو ته دا وروښودله چې د انصاف او عدالت  او دفاع منطق بلاخره د درستې نړئ د  حق او عدالت غواړو  ملتونو یوه مشترکه غوښته ده، دغو ټولو احساساتو او  روښانه منطق ته په پام سره بیا هم  نړیوال استعمار او استکبار له خپلو جنایتونو او بې انصافیو او تیریو لاس په سر نه کیږي، او په درستې نړئ په تیره بیا  په اسلامی هیوادونو کې ئې په لاسوهنو سره  خپلو دغو جنایتونو ته دوام ورکړی دی.

 دغه لاسوهنې  او جنایتونه او دغه راز د اسلامی نړئ او  ورسره د ټولې نړئ د مشرانو او  عدالت غواړو مسئولیّت او زمه واري څه کیدلی شي. په م

 دپاکستان دغه تکړه او مشهور شناندي او دټولنیزو چارو له فعال ماسټر ناصر  حسین سره بشپړ شوي مرکه دلته آوریدلی شئ 

captcha