د ایکنا د راپور له مخې،چې د «کربلا الآن» خبري آژانس په حواله ئې راکړی ،راغلی دی، د دارالقرآن الکریم مرکز د کربلا سپېڅلي ښار پر لور د غځېدلو لارو په اوږدو کې د لسګونو قرآني تمځایونو په جوړولو سره خپل د قرآن د دودولو او زدهکړې پروګرام پیل کړی دی. دا پروګرام د اربعین د زائرانو د تګ له پیل سره هممهاله، د قرآني فرهنګ د خپرولو او د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه عملي کېږي
د دارالقرآن الکریم د مرکز مسئول عماد الواجدي وویل: په دغه پلان کې لسګونه قرآني تمځایونه جوړېږي چې پکې ښوونیز او لارښوونکي پروګرامونه وړاندې کېږي. دا چارې د قرآن کریم د مفاهیمو په پیاوړتیا او د اربعین زائرانو د سفر پر مهال د اسلامي لارښوونو سره د هغوی د اړیکې په ټینګښت کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه چې دغه پروګرامونه د قرآني فرهنګ د خپرولو، د دیني زدهکړو د پوهاوي د لوړولو او د اربعین د ستر زیارت له فضا سره سم د دیني لارښوونو د وړاندې کولو په موخه ترسره کېږي.
له بلې خوا، د دارالقرآن الکریم د مرکز یو مسئول سید خالد الغالبي څرګنده کړه چې دغه قرآني تمځایونه د زائرانو د دیني پوهاوي د لوړولو لپاره جوړ شوي دي. په دغو تمځایونو کې اعتقادي موضوعات تشریح کېږي، فقهي پوښتنو ته ځوابونه ورکول کېږي او د اسلامي صحیح مفاهیمو د ټینګښت ترڅنګ د امام حسین (ع) زائرانو ته غوره دیني خدمتونه وړاندې کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4366344