IQNA

د لاهور پوهنتون استاد!

د «جان اسپوزیتو» تلپاتې میراث د اسلامي مطالعاتو او د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو په ډګر کې

14:51 - July 28, 2026
د خبر لمبر: 3493094
اسپوزیتو
ایکنا-  د پاکستان د لاهور پوهنتون یو  استاد لیکلي چې جان اسپوزیتو د اسلامي مطالعاتو په پراخولو، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د موروثي تعصبونو او ناسمو انګېرنو په ننګولو سره، د  اوسمهاله زمانې د اغېزشیندونکو  مفکرانو په ډلې کې یو تلپاتې مقام خپل کړ.

د ایکنا د راپور له مخې، جان اسپوزیتو، چې په لوېدیځ کې د اسلامي مطالعاتو له مخکښو څېړونکو څخه و، د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ ، د ۸۶ کلونو په عمر کې د زړه د جراحۍ له  دردونو وروسته وفات شو

اسپوزیتو، چې د غیرمسلمانو اسلام‌پوهانو له اغېزشیندونکو  شخصیتونو څخه ګڼل کېد ، د خپل علمي ژوند تر پنځو لسیزو ډېر وخت ئې د اسلام، اسلامي ټولنو او د اسلام او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو څېړنې ته ځانګړی کړی و.

د جورج‌ټاون پوهنتون په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي چې نوموړي د امریکا په پوهنتونونو کې د اسلامي مطالعاتو د نوې څانګې په رامنځته کولو او پراختیا کې بنسټیز او ټاکونکی رول لوبولی دی.

په همدې تړاو، د لاهور پوهنتون استاد طاهر کامران د پاکستان په The News ورځپاڼې کې په یوې لیکنې کې ویلي چې جان اسپوزیتو د خپل علمي ژوند په اوږدو کې وښودله چې علمي څېړنه تر هر څه وړاندې د ټولنې خدمت دی.

کامران لیکلي دي: په داسې حال کې چې ډېرو کسانو د بېلابېلو کلتورونو او  دینونو ترمنځ د بې‌باورۍ او ناسم پوهاوي دېوالونه لا لوړول، اسپوزیتو د علم او خبرو اترو پر بنسټ د متقابل تفاهم پلونه جوړ کړل. هغه هڅه وکړه چې ویره د پوهاوي، کلیشې او ناسمې انګېرنې د علمي څېړنې، او دښمني د خبرو اترو په وسیله بدله کړي. اسپوزیتو تل ټینګار کاوه چې متقابل درناوی یوازې د پوهې او پوهاوي له لارې ترلاسه کېدای شي.

هغه په دې ټینګار کړی چې اسپوزیتو نه یوازې د علمي آثارو یوه بې‌سارې ټولګه په میراث پرېښودلې، بلکې د اخلاقي ژمنتیاؤ یوه تلپاتې بېلګه هم وه. کامران زیاته کړې چې نوموړي ثابته کړه، د دې لپاره چې یو څوک د یوه دین له معتبرو مفسرانو او څېړونکو څخه شي، اړینه نه ده چې د هماغه دین پیروکار  وي. هغه همدارنګه وښودله چې علمي څېړنه د دې پر ځای چې اختلافات او واټنونه زیات کړي، د همغږۍ او متقابل تفاهم زمینه برابرولی شي، او د یوه مفکر ستر رسالت یوازې د پوهې راټولول نه، بلکې د انسانانو د متقابل درک او پوهېدو وړتیا پیاوړې کول دي.

جان اسپوزیتو د اسلامي مطالعاتو په پراختیا، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د موروثي تعصبونو او ناسمو انګېرنو په ننګولو سره، د اوسمهاله نړۍ د اغېزناکو مفکرانو په منځ کې یو تلپاتې او دروند مقام خپل کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4366220  

captcha