IQNA

په غزې کې د قرآن کریم د ۶۰۰ زلمیو حافظانو د ستاینې مراسم (فیلم)

6:32 - July 29, 2026
د خبر لمبر: 3493097
قرانی تعلیمات
ایکنا- په  غزې  تړانګې کې د قرآن کریم د ۶۰۰   تنکیو لمیو حافظانو د ستاینې د دریم پړاو مراسم د دې لپاره ترسره شول چې د هغوی د قرآن کریم د حفظ هڅې وستایل شي او د دغه علمي او ديني سفر دوام ته وهڅول شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د شارجه ۲۴ له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د غزې  له  سختو او استثنايي شرایطو سره سره، د  غزې د هغو ۶۰۰   ماشومانو او تنکیو زلمیانو د درناوي دریم پړاو ترسره شو چې قرآن کریم ئې حفظ کړی دی. دا نوښت د «د اماراتو قرآني اتل» د بشري او ټولنیزو پروګرامونو برخه بلل شوې، چې موخه ئې د ماشومانو ملاتړ او د مثبتو ارزښتونو دودول دي.

په دغو مراسمو کې زرګونو میئندو او پلارانو او د ګڼو قرآني او ټولنیزو بنسټونو استازو ګډون کړی و، چې د غزې د اوقافو او دیني چارو وزارت، د اقرأ ټولنې، دارالقرآن الکریم، دارالإتقان، د ځوانو مسلمانو ښځو ټولنې او الصفا اکاډمي هم پکې شامل وو.

په مراسمو کې د قرآن کریم تلاوت، د حضرت محمد ﷺ په ستاینې کې نعتونه او د ممتازو ماشومانو او حافظانو ستاینه وشوه. فضا له خوښۍ او ویاړه ډکه وه او د ماشومانو لاسته راوړنې ئې نندارې ته وړاندې کړې، چې د هغوی د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې د ژمنتیا او هوډ څرګندونه کوي.

دغه مراسم د غوره ماشومانو په ستاینې، د ډالیو او مالي مرستو په وېشلو سره پای ته ورسېدل. دا مرستې د متحده عربي اماراتو له لوري برابرې شوې وې، څو د هغو نوښتونو ملاتړ وشي چې هیله ژوندۍ ساتي او په غزې کې د نوي نسل روزنې ته وده ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4366507

captcha