د ایکنا د راپور له مخې، چې د شارجه ۲۴ له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د غزې له سختو او استثنايي شرایطو سره سره، د غزې د هغو ۶۰۰ ماشومانو او تنکیو زلمیانو د درناوي دریم پړاو ترسره شو چې قرآن کریم ئې حفظ کړی دی. دا نوښت د «د اماراتو قرآني اتل» د بشري او ټولنیزو پروګرامونو برخه بلل شوې، چې موخه ئې د ماشومانو ملاتړ او د مثبتو ارزښتونو دودول دي.
په دغو مراسمو کې زرګونو میئندو او پلارانو او د ګڼو قرآني او ټولنیزو بنسټونو استازو ګډون کړی و، چې د غزې د اوقافو او دیني چارو وزارت، د اقرأ ټولنې، دارالقرآن الکریم، دارالإتقان، د ځوانو مسلمانو ښځو ټولنې او الصفا اکاډمي هم پکې شامل وو.
په مراسمو کې د قرآن کریم تلاوت، د حضرت محمد ﷺ په ستاینې کې نعتونه او د ممتازو ماشومانو او حافظانو ستاینه وشوه. فضا له خوښۍ او ویاړه ډکه وه او د ماشومانو لاسته راوړنې ئې نندارې ته وړاندې کړې، چې د هغوی د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې د ژمنتیا او هوډ څرګندونه کوي.
دغه مراسم د غوره ماشومانو په ستاینې، د ډالیو او مالي مرستو په وېشلو سره پای ته ورسېدل. دا مرستې د متحده عربي اماراتو له لوري برابرې شوې وې، څو د هغو نوښتونو ملاتړ وشي چې هیله ژوندۍ ساتي او په غزې کې د نوي نسل روزنې ته وده ورکوي.
https://iqna.ir/fa/news/4366507