د ایکنا د راپور له مخې، چې د العربي ټيلیویژني چینل له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، دغه یمني خوشنویس د قرآن کریم آیتونه په ډېر دقت او د عثماني رسمالخط د اصولو له مخې لیکي. د هغه په وینا، دا هنر تر هر څه وړاندې له الهي کلام سره د مینې او د اسلامي اصیل میراث د ساتنې هڅه ده.
علي قاسم، چې په صنعاء ښار کې د خپل کور په ورکشاپ کې کار کوي، د هر توري له لیکلو مخکې خپل قلم په ډېر احتیاط سره په رنګ کې ډوبوي او خپله شخصي مینه له هغه دودیز هنر سره یوځای کوي چې ځانګړي او دقیق اصول لري.
هغه وائي، د قرآن کریم د آیتونو کتابت د هر بل متن له لیکلو سره بشپړ توپیر لري.
قاسم د نسخ په خط کې د خپلې لومړنۍ تجربې بېلګه هم وښودله، چې د قرآن کریم د لیکلو لپاره تر ټولو عام خط ګڼل کېږي. وروسته ئې د عثماني رسمالخط په اړه وویل چې دا خط د ډېرو دقیقو اصولو پر بنسټ ولاړ دی او د قرآن د معناوو، بلاغت، ژبې او تفسیر ځانګړې پاملرنه پکې شوې ده.
هغه د خوشنویسۍ لپاره د کارېدونکي کاغذ په اړه وویل، پخوا ځانګړی کاغذ کارېده، خو اوس له ماډرن صنعتي کاغذ څخه استفاده کېږي، چې رنګ د پاڼې شا ته نه نوځي او لیکنه له بلې خوا نه ښکاري.
دغه یمني هنرمند د خپلې لارې د دوام د انګېزې په اړه وویل:لومړۍ انګېزه مې د خداي له کتاب سره مینه ده. دویمه دا چې د قرآن کریم کتابت ستر ویاړ او دروند مسؤلیت دی، او دریمه دا چې دا کار ماته فرصت راکوي څو د خوشنویسۍ استعداد لا پیاوړی او وده ورکړم.
هغه ټینګار وکړ ،له هغه وخته چې د خوشنویسۍ ډګر ته داخل شوی، هېڅ کار د قرآن کریم د کتابت په اندازه د ده د هنري استعداد په ودې او بشپړتیا کې اغېزناک نه دی تمام شوی.
https://iqna.ir/fa/news/4366444