د ایکنا خبري آژانس د راپور له مخې، چې د شارجه ۲۴ له قوله یې خپور کړی راغلی دي، د شارجې د قرآن کریم ټولنې د اړیکو او بازارموندنې مرستیالې زبیده عبدالعزیز د دې ټولنې د اوړي د پروګرام د څلورم پړاو د پیل خبر ورکړ. دغه پروګرام «له قرآن سره اغېز رامنځته کوو» په شعار سره ترسره کېږي.
دغه څلور اوونیز پروګرام د ټولنې په مرکزي دفتر کې جوړېږي او موخه ئې دا ده چې ګډونوالو ته قرآني ارزښتونه وروپېژني او هغوی ئې په عملي او ټولنیز چلند بدل کړي.
زبیده عبدالعزیز ټینګار وکړ چې د دغه پروګرام موضوع د ټولنې هغه لیدلوری څرګندوي چې غواړي قرآن کریم د ژوند په یوه بشپړ هدف بدل کړي؛ داسې منهج چې یوازې په تلاوت او تدبر محدود نه وي، بلکې د انسان د ورځني چلند او اخلاقو برخه وګرځي او په ټولنې کې د مثبتو او اغېزشیندونکو شخصیتونو په روزنې کې مرسته وکړي.
هغې د شارجه ۲۴ چینل ته وویل چې د اوړي پروګرام اووه بېلابېلې برخې لري، چې د زدهکوونکو د بېلابېلو لیوالتیاؤ او استعدادونو له مخې په دقت سره پلان شوې دي.
د هغې په وینا، په دې پروګرام کې ګڼ شمېر فعالیتونه او عملي ورکشاپونه شامل دي، چې له هغو ئې یو د «راتلونکی لارښود» پروګرام دی؛ په دې پروګرام کې زدهکوونکو ته د ټولنې په میوزیمونو کې د میوزیمي لارښود مهارتونه ور زده کېږي. همدارنګه د عکاسۍ ورکشاپونه هم جوړېږي، څو ګډونوال په رسنیزو او هنري برخو کې پیاوړي شي، او ځانګړي ښوونیز پروګرامونه هم وړاندې کېږي چې د تجوید علم او د قرآن کریم د حفظ رازونه په څېر موضوعات رانغاړي.
زبیده عبدالعزیز له والدینو وغوښتل چې خپل ماشومان په دغو ګټورو پروګرامونو کې ثبتنام کړي، څو د اوړي له رخصتیو څخه زیاته ګټه واخلي. هغې ټینګار وکړ چې له قرآن کریم سره اړیکه ټینګول د داسې هیلهمن نسل د روزنې لپاره تر ټولو ستره پانګونه ده، چې د مسؤولیت احساس او لوړ اخلاق ولري
https://iqna.ir/fa/news/4366829