IQNA

د علوي سپېڅلي زیارت له خوا د ښځینه زائرانو لپاره د قرآني پروګرامونو ترسره کېدل

15:15 - August 03, 2026
د خبر لمبر: 3493125
حسینی اربعین
ایکنا- د حضرت امام علي (علیه السلام ) سپېڅلی علوي زیارت ،د حسینی اربعین د ښځینه زیارتوالو لپاره ځانګړي قرآني پروګرامونه تنظیم کړي دي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د علوي سپېڅلي زیارت د اطلاع‌رسونې له وېب‌پاڼې څخه ئې نقل کړی راغلی دي، د امام علي (ع) په سپېڅلي حرم کې د ښځو د قرآن د زده‌کړې څانګه خپل قرآني پروګرام د اوو مرکزونو (تمځایونو) له لارې عملي کوي، چې د حسینی اربعین د ښځینه زائرانو د خدمت لپاره په بېلابېلو ټاکل شویو ځایونو کې لګول شوي دي. په دغه پروګرام کې ۲۶ ښځینه کارکوونکې او رضاکارې برخه لري.

دغه قرآني تمځایونه بېلابېل خدمات وړاندې کوي، چې پکې د فاتحې او لنډو سورو  د تلاوت اصلاح، د قرآني پوښتنو ځوابول، د تلاوت څارنه، او د تلفظ او تجوید د قواعدو د تېروتنو اصلاح شامل دي. دا چارې د اربعین د زیارت پر مهال د قرآني فرهنګ په پراختیا او د ديني پوهاوي په لوړولو کې مرسته کوي.

دلال الطباطبایي، چې د ښځو د قرآن د زده‌کړې د څانګې مشره ده، وویل دغه پروګرام د امام علي (ع) د سپېڅلي حرم د هغه رسالت یوه برخه ده چې د قرآن کریم خدمت او د هغه د ښوونو خپرول هدف ګرځوي.»

هغې زیاته کړه، د هغو ښوونیزو او لارښوونکو خدمتونو له امله چې دغه تمځایونه ئې وړاندې کوي، هر کال د ښځینه زائرانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، او دا کار د هغوی د تلاوت په اصلاح او له قرآن کریم سره د اړیکو په لا ژورېدو کې مهم رول لري.

الطباطبایي همدارنګه وویل، دغه څانګه د قرآني تلاوتونو، دعاوو او متبرکو ډالیو په وېشلو او د ښځینه زائرانو په هڅولو سره چې د زیارت فرصت د قرآن کریم د تلاوت او ذکر لپاره وکاروي، هڅه کوي د زیارت له برکتي فضا څخه د ایمان د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

د قرآني تمځایونو فعالیتونه د امام علي (ع) په سپېڅلي حرم کې د ښځو د قرآن د زده‌کړې د څانګې د کارکوونکو په همکارۍ دوام لري، او دا د اربعین د زیارت پر مهال د قرآني پوهاوي او میداني خدمتونو د یوځای کولو په برخه کې د علوي سپېڅلي حرم د تګلارې عملي بېلګه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4367507

captcha