IQNA

د دوبۍ د قرآني جایزې سیالیو لپاره د ۱۲۰ هېوادونو پراخ هرکلی

15:28 - August 04, 2026
د خبر لمبر: 3493132
د دوبئ قرآنی سیالۍ
ایکنا – د دوبئ د ۲۰۲۷  کال  د قرآن  د نړیوالې جایزې د ۲۹  نړیوالې سیالۍ لپاره د نوم‌لیکنې بهیر د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو له بې‌ساري هرکلي سره مخ شوی دی.

د ایکنا د راپور له مخې چې د العین له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د نوم‌لیکنې د پیل یوازې په لومړیو دوو اونیو کې، دغې سیالۍ د ۱۲۰ هېوادونو څخه له ۱۲ زرو څخه ډېر  غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. دا شمېر د دوبۍ د قرآن د سیالیو د تېرو ۲۸ پړاؤنو  د ټولو ګډونوالو په پرتله له دوه برابرو څخه هم زیات دی؛ ځکه په تېرو ۲۸ پړاؤنو  کې ټولټال ۵۶۱۸ غوښتنلیکونه له ۱۰۵ هېوادونو څخه ثبت شوي وو.

دا بې‌ساری هرکلی د دې جایزې د هراړخیز لیدلوري د ستر بریالیتوب څرګندونه کوي، چې موخه ئې «د نړۍ د تر ټولو ښکلي قرآني غږ ټاکل» دي. دغه لیدلوری د متحده عربي اماراتو د  مرستیال مشر ، لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم له خوا پیل شوی دی.

دغه لیدلوری د دې جایزې نړیوال اغېز او  د سیالۍ انګېزه بدله کړې او د قرآن کریم د خدمت په ډګر کې ئې د دوبۍ نړیوال او مخکښ مقام لا ټینګ کړی دی.

احمد درویش المهیري، چې په دوبۍ کې د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو د ادارې عمومي مشر او د دوبۍ د قرآن نړیوالې جایزې د پلاوي مشر دی، وویل: د نړۍ له بېلابېلو براعظمونو څخه د قرآني استعدادونو پراخ ګډون دا څرګندوي چې د دوبۍ تمدني او معنوي پیغام اوس د نړۍ تر ټولو لویو مخاطبینو ته رسېږي.

هغه زیاته کړه، په لنډ وخت کې د ۱۲۰ هېوادونو له  ۱۲ زرو څخه د زیاتو ګډونوالو نوم‌لیکنه د دې جایزې پر وړاندې د نړیوال باور څرګندونه کوي.

د راپور له مخې، د نړۍ له بېلابېلو لویو وچو څخه ګډونوالو د نوم‌لیکنې هرکلی کړی او دې سیالۍ په عربي هېوادونو، منځني ختیځ، او همدارنګه په افریقا، آسیا، اروپا او امریکا کې د عربي او اسلامي ټولنو ترمنځ پراخه لېوالتیا راپارولې ده.

د قرآن کریم د سیالیو په تاریخ کې تر ټولو سترې نغدي جایزې هم دغې سیالۍ ته ځانګړې شوې دي، چې ټولیز ارزښت یې له ۱۲ میلیونو اماراتي درهمو څخه زیات دی.

د نارینه‌وو د برخې (د ۱۶ کلنۍ او پورته کسانو ) د لومړي مقام ګټونکی به یو میلیون امریکایي ډالر جایزه ترلاسه کړي.

د نوم‌لیکنې د پراخ هرکلي له امله، د دغې سیالۍ نوم‌لیکنه به د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵  پورې د جایزې د رسمي وېبپاڼې له لارې دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4367602

captcha