ایکنانیوز ایرنا له قوله راپورراکړ، د حسيني اربعین په مناسبت، د پاکستان په اسلام اباد،کراچئ،لاهور، پنډئ، پيښو ر، پاراچنار ،هنګو ګلګت بلتستان، سکردو ، فیصل آباد ، سرګودها،ډیره اسماعیل خان، ملتان ،حیدر آباد پشمول په لسګونو ښارونو کې د اهلبیت علیهم السلام مینهوالو مسلمانانو د حسینی اربعین د لاریونونو په ترسره کولو سره د شهیدانو له سردار حضرت امام حسین علیهالسلام او او حضرت امام سجاد علیه السلام او حضرت زینب بی بی سلام ا... علیها سره خپله مینه او عقیدت څرګند کړ .

په دغو مراسمو کې حسيني ماتمکوونکو د «اسلامی انقلاب د شهید رهبر» حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهای او د اوسنی رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی خامنهای انځورونه له ځان سره لېږدول او د «اسلامی انقلاب له دوو امامیّنو» سره ئې بیا خپل بیعت تازه کړ.
په راپور کې وئیل شوي دي ، له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مسلمانان او د اهلبیتو مینهوالو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.

په پاکستان کې د حسینی اربعین معنوي مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې سږ کال هم زرګونه مسلمانان او د امام حسین(ع) مینهوال د ایران او عراق له لارې د ځمکني سفر له نعمته بېبرخې شوي دي . دا محدودیت د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې له امله رامنځته شوی چې د بلوچستان صوبې په لارو کې د امنیتي ګواښونو او همدارنګه د عراق له لوري د زیارتي ویزو د صادرولو د مقرراتو د سختېدو له امله ئې د اربعین زائرانو ځمکني سفرونه منع کړي دي.


https://www.irna.ir/news/86227099