IQNA

د پاکستان په لسګونو ښارونو کې د حسینی اربعین لاریونونه په ولولې  او پرتم سره ترسره شول

15:41 - August 04, 2026
د خبر لمبر: 3493134
حسینی دستورې په پاکستان ګې
ایکنا- له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو  مسلمانان او د اهل‌بیتو مینه‌والو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.

ایکنانیوز  ایرنا له قوله راپورراکړ، د حسيني اربعین په مناسبت، د پاکستان په اسلام اباد،کراچئ،لاهور، پنډئ، پيښو ر، پاراچنار ،هنګو ګلګت بلتستان، سکردو ، فیصل آباد ، سرګودها،ډیره اسماعیل خان، ملتان ،حیدر آباد پشمول په لسګونو ښارونو کې  د اهل‌بیت علیهم السلام  مینه‌والو مسلمانانو د  حسینی اربعین  د لاریونونو  په ترسره کولو سره د شهیدانو له سردار حضرت امام حسین علیه‌السلام  او  او حضرت امام سجاد  علیه السلام او حضرت زینب بی بی سلام ا... علیها سره خپله مینه او عقیدت څرګند  کړ .

برپایی آیین های سوگواری اربعین حسینی در پاکستان

په دغو مراسمو کې  حسيني ماتم‌کوونکو د «اسلامی انقلاب د شهید رهبر» حضرت آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌ای او د   اوسنی رهبر حضرت آیت‌الله العظمی سید مجتبی خامنه‌ای انځورونه له ځان سره لېږدول او د «اسلامی انقلاب له دوو امامیّنو» سره ئې بیا خپل بیعت تازه کړ.

په راپور کې وئیل شوي دي ، له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو  مسلمانان او د اهل‌بیتو مینه‌والو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.

برپایی آیین های سوگواری اربعین حسینی در پاکستان

په پاکستان کې د حسینی  اربعین معنوي مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې سږ کال هم زرګونه  مسلمانان او  د امام حسین(ع) مینه‌وال د ایران او عراق له لارې د ځمکني سفر له نعمته بې‌برخې شوي دي . دا محدودیت د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې له امله رامنځته شوی چې د بلوچستان صوبې په لارو کې د امنیتي ګواښونو او همدارنګه د عراق له لوري د زیارتي ویزو د صادرولو د مقرراتو د سختېدو له امله ئې د اربعین زائرانو ځمکني سفرونه منع کړي دي.

خروش پیروان حسینی در پاکستان در روز عاشورا؛ تجدید میثاق با رهبر شهید انقلاب + فیلم

خروش پیروان حسینی در پاکستان در روز عاشورا؛ تجدید میثاق با رهبر شهید انقلاب + فیلم

 https://www.irna.ir/news/86227099

captcha