ایکنانیوز د العهد له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي د حسینی اربعین په مناسبت پخپلې وینا کې په هر یوه ډګر کې د مقاومت او ولس ترمینځّ د وحدت او اتحاد په ضرورت ټينګار وکړ.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د لبنا ن د حزبالله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم پرون ناوخته پخپلو څرګندونو کې وویل: مونږ د لبنان، غزې، ایران، عراق او یمن پر ضد د امریکا او اسرائیلو له ګډ یرغل سره مخ یو، چې موخه ئې د مقاومت له مینځه وړل او پر سیمې د واکمنۍ ټینګول دي.
هغه زیاته کړه: په لبنان کې د ۲۰۲۴ کال د ستمبر د برید هدف د مقاومت ختمول او له بېخه ویستل وو، خو مونږ ورسره مقابله وکړه او هغوی مو داسې یوې هوکړې ته اړ کړل چې په کې ئې مقاومت په رسمیت وپېژاند.
هغه همداراز وویل: هغه څه چې پر لبنان ئې وحشي ډوله او پراخ بریدونه ودرول، د امریکا او ایران د تفاهملیک په چوکاټ کې د ایران شرط ؤ. ایران د لبنان موضوع د دغه تفاهملیک په لومړۍ مادې کې شامله کړه او ټینګار ئې وکړ چې پر لبنان بریدونه باید ودرول شي او اسرائیل باید شاتګ وکړي.
د حزبالله عمومي منشي څرګنده کړه: «د لبنان د حکومت او اسرائیلي دښمن ترمنځ مستقیمې خبرې اترې د لبنان لپاره له شرم، ناهیلي او امتیاز ورکولو پرته بله پایله نه لري. اسرائیل ښائي ځینې سیاسي لاسته راوړنې ولري، خو د مقاومت په شتون کې به هېڅکله په ډګر کې بریا ترلاسه نه کړي.»
هغه زیاته کړه چې ظالمه امریکا او صهیونیستي رژیم غوښتل په ایران کې نظام نسکور کړي او د ایران انقلابي، مقاومتي او اسلامي شتون پاي ته ورسوي، خو په دې کار کې ناکام شول. ایران د خپل پوځ، سپاه پاسداران، ولس او قدرتمنې رهبرۍ په مټ په کلکه ولاړ دی.
شیخ نعیم قاسم همداراز وویل: د اسرائیلي دښمن پر وړاندې یوازینۍ لار د دغه رژیم بشپړ شاتګ دی، او بالاخره به شاتګ هم وکړي. موږ به غزه او فلسطین هېڅکله هېر نه کړو، او دا وحشیانه تېری باید پای ته ورسېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4367982