IQNA

د عراق د اربعین تر ټولو ستر موکب خپل قرآني پیغام نندارې ته وړاندې کړ

7:27 - August 05, 2026
د خبر لمبر: 3493139
حسینی اربعین او قرآن
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.

د ایکنا د راپور له مخې چې د کربلاء الآن له قوله یې خپور کړی راغلي دي، د  بني عامر موکب هر کال د کربلا ښار او همدارنګه د  بین‌الحرمین سیمې ته د واریدیدا پر مهال، د قرآن کریم د آیتونو او د نبوي احادیثو ستر انځورونه او پیغامونه نندارې ته وړاندې کوي.

د بني عامر سپین‌ لباسه  کاروان هر کال د حسيني اربعین په درشل کې خپل سفر له بصرې څخه پیلوي او د صفر میاشتې په ۱۹مه نېټه (چې د دوشنبې، د زمري ۱۲مې سره برابره ده) کربلا معلی ته رسېږي او وروسته د «لبیک یا حسین» په ویلو سره د حضرت امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم په زیارت مشرف کېږي.

دغه موکب هر کال د صفرې میاشتې له پیل څخه د عراق د بېلابېلو دښتو او ښارونو له لارې کابو   ۲۵۰ کیلومیتره واټن وهي او د زغم، صبر او د سفر د سختیو په ګاللو سره ځان کربلا ته رسوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4367810

captcha