IQNA

14:48 - August 10, 2026
د خبر لمبر: 3493166

د لندن ښاروال په انګلستان کې د اسلام ضده پروسې په پراخېدو سختې نیوکې وکړې

ایکنا- د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.

صادق خان

ایکنانیوز د عرب لندن له قوله راپور راکړ،د انګلستان د لندن ښاروال صادق خان خبرداری ورکړ چې په بریتانیا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې وده او د کډوالو او مسلمانانو پر ضد سیاسي سرزوري څرګندونې د بریتانیا له ټولنې سره د مسلمانانو د تړاو پر احساس ژورې اغېزې کوي او ځینې مسلمانان اوس احساس کوي چې له دوي سره د دویمې درجې ښاریزو په توګه چلند کېږي.

صادق خان له  ټیلګراف  ورځپاڼې سره په مرکې کې وویل: د کډوالۍ او اسلام په اړه مخ پر زیاتېدونکي بحثونه یوازې سیاسي اختلاف نه دی، بلکې په بریتانیا کې د ټولنیز انسجام لپاره یو واقعي ګواښ دی.

هغه له سیاستوالو وغوښتل چې د کرکې خپرولو پر ځای دې د  هغې د مخنیوي مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د لندن ښاروال خبرداری ورکړ چې د مخ پر زیاتېدونکې اسلام ضده فعالیتونه  له پامه غورځول،د ټولنې دننه اختلافات لا ژورولی شي، په تیره بیا  په داسې وخت کې چې د کډوالۍ، پناه غوښتنې او ملي هویت په اړه سخت سیاسي بحثونه روان دي.

هغه څرګنده کړه چې په سیاسي او رسنیزو بحثونو کې کارېدونکې ژبه  داسې پایلې  لرلی شي چې له پارلیمان یا انتخاباتي مبارزو څخه ډېرې هاخوا وغځېږي. د هغه په وینا، کله چې سیاسي څرګندونې په داسې تُندې وینا بدلې شي چې د ټولنې یوه برخه د ستونزې یا ګواښ په توګه معرفي کړي، نو ناوړه پایلې ئې پراخېږي.

د صادق خان څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې دي چې بریتانیا د کډوالۍ ضد څرګندونو له زیاتېدو او د کډوالو او پناه غوښتونکو پر شمېر د سیاسي تمرکز له ډېرېدو سره مخ ده؛ داسې موضوعګانې چې د بریتانیا د سیاسي ګوندونو ترمینځ د سیالۍ پر مهمو چورلیزونو بدلې شوي دي.

هغه د کرکې خپروونکو څرګندونو او وېشونکو سیاسي ویناوو پر وړاندې د لا روښانه غبرګون غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دغې ښکارندې  ته نه پاملرنه د بریتانیا د مسلمانانو د یوې برخې ترمنځ د محرومیت او نه‌منل کېدو احساس پیاوړی کیدلی او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ باور کمزوری کولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4368943

captcha