ایکنا- د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید جامع جومات د زړه راښکونکې معمارۍ په منځ کې رڼا یوازې د روښانتیا لپاره نه کارول کېږي، بلکې د حقیقت د بیانولو یوه وسیله هم ده. د دغه مرکز نوې رڼاګانې د هغو الهي آیتونو په الهام جوړې شوې دي چې د سپوږمۍ، د هغې د پړاوونو او د وخت د محاسبې ترمنځ پر اړیکې ټینګار کوي. په دې توګه د جومات دېوالونه د اسمان د کیسې د بیانولو پر یوې پرَدې بدلې شوي دي. په دغې نندارې کې د رڼا رنګ له تیاره آبي څخه د بشپړې سپوږمۍ تر سپینوالي پورې بدلېږي او د رڼا او وخت د محاسبې ژور مفهوم په زړهراښکونکې بڼه انځوروي.
د ایکنا د راپور له مخې، د شیخ زاید جامع جومات مرکز د «سپوږمۍ یوه کیسه لري... چې رڼا ئې بیانوي» تر عنوان لاندې یوه رڼا ننداره وړاندې کوي. دا یوه نوې او نوښتګره بصري تجربه ده چې د سپوږمۍ له بېلابېلو پړاوونو څخه الهام اخیستل شوی دی.
دغه ننداره د متحده عربي اماراتو د هجري کلیزې د دقیقوالي انځور وړاندې کوي؛ هغه کلیزه چې د همدې مرکز له خوا جوړه شوې ده. همدارنګه دا ننداره د مسجد د لیدونکو د تجروبې د بډاینې او له اسلامي تمدني او فرهنګي میراث سره د هغوی د اړیکې د پیاوړتیا لپاره د بصري هنرونو د کارولو هڅې څرګندوي.
قرآني اهمیت!
دغه بصري ننداره د دې مبارک آیت د مفهوم یو انځوریز تجسم دی:
«هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ...»
؛ هماغه ذات دی چې لمر ئې روښانه او سپوږمۍ ئې ځلانده کړه، او د هغې لپاره ئې پړاوونه وټاکل، څو تاسو د کلونو شمېر او حساب وپېژنئ. خداي دا هر څه بېځایه نه دي پیدا کړي، بلکې په حقه ئې پیدا کړي دي؛ هغه د پوهېدونکو خلکو لپاره خپل آیتونه په څرګنده بیانوي.::
دغه هنري اثر د سپوږمۍ د پړاوونو، د وخت د اندازه کولو او د هجري کلیزې ترمنځ اړیکه روښانه کوي او قرآني مفاهیم په یوې نوې او رڼامحورې تجربې بدلوي. دا داسې تجربه ده چې بصري ښکلا له علمي پوهې سره یوځای کوي او په دې توګه د وخت د څارنې او محاسبې په برخې کې د اسلامي تمدن د ونډې یوه برخه راپيژني.
د شیخ زاید جامع جومات سپوږمیزه رڼا خپله ځانګړې ځانګړتیا د یو داسې سیستم له امله لري چې له «سپوږمیز ساعت» سره تړلی دی. دغه سیستم د قمري میاشتې په اوږدو کې هر دوه ورځې یو ځل د جومات پر بهرنیو دېوالونو د خپرېدونکې رڼا شدت تنظیموي، څو د سپوږمۍ په بېلابېلو پړاوونو کې د هغې د رڼا کچه منعکس کړي.
د سپوږمیزې رڼا سیستم د جومات په شاوخوا کې د وېشل شویو ۸۴۰ څخه د زیاتو واحدونو له لارې فعالیت کوي او د جومات پر دېوالونو دقیقې او یوشانې رڼاګانې اچوي.
سربېره پر دې، د جومات شاوخوا ۲۲ د رڼا برجونه د رڼا د بڼو او ورېَځو ترمنځ بصري همغږي لا څرګندوي، د جومات ځانګړې معماري ښکلا زیاتوي او لیدونکو ته یوه استثنايي بصري تجربه وړاندې کوي.
دا پروګرام د هرې هجري میاشتې په پیل کې ترسره کېږي. هره پنځهدقیقهییزه ننداره د بېلابېلو فرهنګونو مېلمنو ته فرصت ورکوي چې د یوې داسې بصري نمایش ننداره وکړي چې د نوې هجري میاشتې پیل لمانځي او د یوه هنري او بېساري اثر له لارې د رڼا ښکلا او د هجري وخت د ریتم انځور وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4369898