IQNA

16:13 - August 17, 2026
د خبر لمبر: 3493196

په استانبول کې د قرآن کریم د نړیوالې ټولنې ترسره کیدا  

ایکنا- د استانبول د کتاب  د یوولسم نړیوال نندارتون مسؤولانو د دې نندارتون د لومړۍ ورځې د فعالیتونو په څنډې کې د « قرآن کریم نړیوالې مجمعې یا ټولنې » د جوړېدو خبر ورکړ

قرآنی ټولنه

د ایکنا د راپور له مخې، د استانبول د عربي کتاب یوولسم نړیوال نندارتون د شنبې په ورځ، یعنی د زمري په ۲۴مه، په استانبول کې پرانیستل شو او د اګست تر ۲۳مې پورې به د «کیسه دوام لري» په شعار سره ، د اناتولي خبري اژانس په رسنیز ملاتړ، دوام وکړي.

د دې نندارتون په لومړۍ ورځ، د اسلامي نړۍ یوې ډلې علماوو د قرآن کریم د نړیوالې مجمعې یا ټولنې  د فعالیت د پیل خبر ورکړ.

د دې مجمعې د بنسټ‌اېښودونکې کمېټې له خوا په یوه ځانګړې غونډې کې خپره شوې اعلامیې کې راغلي:نن مونږ د قرآن کریم د نړیوالې ټولنې  د جوړېدو او د نړۍ په کچه د قرآن کریم د مؤسسو، مرکزونو، د تلاوت د حلقو او قرآن اکاډمیو لپاره د نوم‌لیکنې د پلیټ فورم د پرانیستلو خبر ورکوو.

په اعلامیې کې راغلي چې له استانبول څخه د دغې  ټولنې د جوړېدو اعلان د بنسټیزو قرآني فعالیتونو په تاریخ کې یوه برخلیک‌ټاکونکې شېبه ده او د دې مفکورې سرچینه د مسجدالاقصی او بیت‌المقدس له فضا څخه اخیستل شوې ده.

په اعلامیې کې زیاته شوې چې دا مفکوره له یوې ساده خو ژورې پوښتنې څخه پیل شوه:

که د نړۍ د قرآن اهل یو بل وپېژني، څه به پېښ شي؟ که هغه زرګونه مؤسسې چې ټولې د یوه کتاب خدمت کوي او یو شان پیغام لري، خو ډېری وخت له یو بل څخه بې‌خبره وي،  له یو بل سره وویني، څه به پېښ شي؟ که خوارهې و‌ارې تجروبې په ګډ قدرت ، فردي نوښتونه په نړیوالو پروژو او خپاره ځواکونه په یوې متحده چینل  بدل شي چې په همغږۍ د خدای تعالی د کتاب د خدمت لپاره کار وکړي، څه به پېښ شي؟

په اعلامیې کې وروسته ویل شوي چې کله دا مفکوره علماوو، قاریانو او قرآني مؤسسو ته وړاندې شوه، له پراخ هرکلي سره ئې مخ شوه.

اعلامیه زیاتوي چې د قرآن کریم نړیواله  ټولنه د دې لپاره نه ده جوړ شوې چې د یوې «سترې مؤسسې» په توګه فعالیت وکړي، او نه د نورو مؤسسو سیال یا بدیل وي؛ بلکې د یوه نړیوال چتر په توګه جوړه شوې ده.

د دې مجمعې هدف د قرآني مؤسسو خدمت او پیاوړتیا، د هغوی د خپلواکۍ او ځانګړي هویت ساتنه، او د همکارۍ او مشارکت لپاره د نوو لارو پرانیستل دي.

د مجمعې یا ټولنې بنسټ‌ کېښودونکې کمېټې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر مخکښو علماوو، قاریانو او پوهنتوني استادانو څخه جوړه شوې ده.

د مصر احمد عیسی المعصراوي د دې مجمعې مشري پر غاړه لري، د قطر عبدالرشید صوفي مرستیال مشر او احمد شکري شابسوغ د اردن د ټولنې منشي دی.

همدارنګه یو شمېر قرآني پوهان، چې د دغې ټولنې غړیتوب لري، په هغو کې !

شیخ عبدالسلام مجیدي ـ یمن

محمد امین مشالي ـ ترکیه

غانم قدوري الحمد ـ عراق

کمال قده ـ الجزایر

احمد میان التهانوي ـ پاکستان

خیرالدین خوجه ـ کوزوو

عبدالرحمن الجمل ـ فلسطین

محمد آیدن ـ ترکیه

محمد زیتون راسمین ـ انډونیشیا

یحیی الغوثاني ـ سوریه

عبدالفتاح الفریسي ـ مراکش

محمد الحسن بوصو ـ سینیګال

هشام عبدالباري الراجح ـ مالیزیا

مصطفی احمد عرفه ـ کویټ

حسن محمد صالح ـ امریکا

 او

احمد السنامي ـ ایټالیا پکې شامل دي

دا کسان د قرآن کریم د نړیوالې  ټونلې د قرآني غړو په توګه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په دې نوې نړیوال  قرآني چینل  کې برخه اخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4370010

captcha