IQNA

15:05 - August 18, 2026
د خبر لمبر: 3493202
 د قرآن کریم د حفظ د ملي رهبرۍ کمیټه:

د قرآن د حافظانو د معلوماتو او اطلاعاتو سسټم جوړېږي

ایکنا- د قرآن کریم د حفظ د ملی رهبرۍ د کمیټې نشي محمدمهدي بحرالعلوم د تیر ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د ځینو  ګرافونو  د ۲.۷ برابرو څخه د زیاتې ودې خبر ورکړ او ویې ویل: د ۱۰ میلیونه حافظانو د روزنې هدف ټاکل، د ملي پېژندپاڼې د کوډ پر بنسټ د حافظانو د معلوماتو تنظیمول، او د قرآن کریم د حفظ د ملي سند د ۱۱۵ اقداماتو بیا تعریفول به په ۱۴۰۵ کال کې د دغې کمیټې  مهم پروګرامونه وي.

د قرآنی حافظانو  درهبری شورا

د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د قرآن کریم د حفظ د رهبرۍ د کمیټې منشي محمدمهدي بحرالعلوم د «د کمیټې  د یوه کلن فعالیت د راپور او راتلونکو پروګرامونو د تشریح» په اړه په خبري ناستې کې، د رسنیو د استازو د شتون او همکارۍ د مننې ترڅنګ، په دغې ناستې کې د بېلابېلو قرآني ادارو د استازو شتون ته اشاره وکړه او ویې ویل: د دې ناستې د جوړېدو له مهمو موخو څخه یوه دا ده، هغه ډله معرفي کړو چې د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د بېلابېلو ادارو استازي په همغږۍ او ګډه توګه فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: د دغې کمیټې لومړنۍ خبري ناسته هم د تېر کال په ليندۍ میاشتې کې جوړه شوې وه او اوس هڅه کوو چې د ترسره شویو فعالیتونو د بهیر او راتلونکو پروګرامونو په اړه راپور وړاندې کړو.

بحرالعلوم ادامه ورکړه: په اصل کې د قرآن کریم د حفظ د ملي رهبرۍ د ستاد له مهمو ارزښتونو څخه یو دا دی چې د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د هېواد د بېلابېلو قرآني او فرهنګي بنسټونو ترمنځ همغږي او ګډه همکاري رامنځته کړي. بېلابېلې ادارې هره یوه خپل ځانګړي ظرفیتونه او مسؤلیتونه لري او ستاد هڅه کوي چې دغه ظرفیتونه په یوې ګډې او هدفمنې لارې کې تنظیم کړي.

د اووم پرمختیايي پروګرام پلي کول؛ د کمیټې لومړیتوب!

د قرآن کریم د حفظ د ملي رهبرۍ د کمیټې منشي په ۱۴۰۵ کال کې د دغه ستاد شپږو تګلارو ته په اشارې سره وویل:زمونږ مهمه تګلاره د اووم پرمختیائي پروګرام د ټاکل شویو موخو تحقق دی.

هغه څرګنده کړه چې په دغه پروګرام کې د قرآن کریم د حفظ په برخې کې دوه مشخصې موخې ټاکل شوې دي:

د ۱۰ میلیونه حافظانو روزنه؛

د قرآن کریم د حفظ د ښوونځیو جوړول.

د قرآن کریم د حافظانو په ټولنیزو ډګرونو کې د شتون  اړتیا

د قرآن کریم د حفظ د ملي رهبرۍ د کمیټې  منشي، «په واقعي ټولنه کې د قرآن کریم د حافظانو فعال شتون  او ونډه اخیستل» د ستاد له نورو مهمو تګلارو څخه وبلل او ویې ویل:د قرآن کریم حفظ باید یوازې د یوه عنوان یا ذهني محفوظاتو تر ترلاسه کولو پورې محدود نه وي؛ بلکې د قرآن کریم حافظان باید د ټولنې په بېلابېلو ټولنیزو او فرهنګي ډګرونو کې فعال رول ولوبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4370045

captcha