ایکنا- په مصر کې د حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد په مناسبت د «وُلِدَ الهُدى؛ هدایت وزېږېد» په عنوان سره رسنیز کمپاین د «ازهر پادکست» له پلیټ فورم څخه پیل کېږي.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدی البلد» په حواله خپور کړی راغلي دي، په دغه کمپاین کې داسې مطالب وړاندې کېږي چې د پوهې او معرفت له زیاتولو سره د رسول الله(ص) له مبارک ذات سره مینه او ارادت یوځای کوي. په دې مطالبو کې د رسول اکرم(ص) د ژوندلیک بېلابېل اړخونه، د هغه لوړ او غوره اخلاق او ځانګړنې، او د خلکو د هدایت لپاره د هغه هڅې بیانېږي.
په دغه کمپاین کې د رسول ا...(ص) هغو فضیلتونو ته هم کتنه کېږي چې صحابه کرامو ئې ساتنه او روایت کړې ده، څو د اسلامي امت په ذهنونو، زړونو او تاریخ کې د هغه مبارک او روښانه شخصیت لا ښه څرګند شي.
د «ولد الهدی» کمپاین د نبوي مدحې او د رسول الله(ص) سره د امت د مینې په څرګندولو کې د هغې د مقام په اړه هم خبرې کوي او د نبوي مدیحهسرایۍ هغه رول بیانوي چې د رسول الله(ص) د هدایتونو په یوه نسل کې له بل نسل ته د لېږد په برخه کې یې لري.
د الازهر یو شمېر عالمانو او ادبي شخصیتونو، لکه حسن الشافعي، السید بلاط، محمد الجندي، حسن القصبي، محمود توفیق سعد، فتحي حجازی او شاعر علاء جانب د دغه کمپاین په بېلابېلو برخو کې ګډون کړی دی.
«ولد الهدی» کمپاین د علمي او معنوي مطالبو د وړاندې کولو او د رسول الله(ص) د فضیلتونو د ښکلاوو د بیانولو له لارې د رسول الله(ص) سره د مینې د لا ژورولو موخه لري. دغه کمپاین به د نبوي سیرت او سنت او د پېړیو په اوږدو کې د هغه د تمدني اغېز په اړه هم معلومات وړاندې کړي.
ټاکل شوې چې د دغه کمپاین مطالب د «ازهر پادکست» په رسمي پلیټ فورمونو کې خپاره شي.
د یادونې وړ ده چې د الازهر رسنیز مرکز «ازهر پادکست» په څو نړیوالو پلیټ فورمونو، لکه اپل پادکست، سپوټیفای، ډیزر او انغامي او همدارنګه په یوټیوب او فېسبوک کې هم فعال کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4370258