ایکنا- د مصر د خطي نسخو یوه کارپوه د قرآن کریم د لیکلو په کوفي خط کې د ښکلاوو د لا ښه درک لپاره، په تیره بیا د نابینایانو لپاره، یوه نوې قرآني طرحه او نوښت پنځولی دی.
ایکنانیوز د «الاهرام» په حواله راپور راکړی، محمد مجدي الدیب، چې د خطي نسخو کارپوه او د «مصحفجي» طرحې بنسټګر دی او په دغې طرحې کې د قرآن کریم نادرې او په زړه پورې نسخې نندارې ته وړاندې کېږي، هڅه کوي د لوېي بریل له لاسته راوړنو او د هغه له تاریخي سیستم څخه یو ګام وړاندې ولاړ شي. د نوموړي هدف دا دی چې نابینایانو ته دا زمینه برابره کړي چې د لمس د حس له لارې د قرآن کریم د خطاطۍ ښکلا درک کړي.
نوموړی چې له قرآني نسخو او د هغوی له هنري ښکلا سره ئې اړیکه ورځ تر بلې ژوره شوې، هڅه کوي چې نابینایان هم د قرآن کریم د هنري او ښکلاپېژندنې له جذابیت، په ځانګړي ډول د هغه له خطاطۍ، څخه برخمن شي.
د لرغونپوهنې دغهڅېړونکي ځوان چې د عربي خطونو او ښکلاؤ په برخې کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی، په داسې اقدام کې چې د قرآن کریم د متن د وړاندې کولو په طریقه کې یو انقلاب بلل کېږي، د «لمسي قرآن» پروژه پیل کړې ده.
د دغه نوښت هدف دا دی چې نابینایان یو ځل بیا د اصیلې عربي خطاطۍ، په ځانګړي ډول د کوفي خط او د هغه له هندسي ځانګړنو سره ونښلوي. په دغې طریقې کې د انتزاعي نقطو پر سیستم د تکیې پر ځای له هندسي کرښو څخه کار اخیستل کېږي.
الدیب وايي: سره له دې چې د بریل دودیز سیستم تاریخي اهمیت لري، خو دغه سیستم نابیناوو لوستونکو ته دا فرصت نه ورکوي چې د عربي خطاطۍ او د قرآن کریم د اصلي رسمالخط له ښکلا سره تعامل وکړي. په دې سیستم کې هغوی له بېروحه ډیجیټلي نښو سره تعامل کوي چې د تورو بڼه او د هغوی بصري بدلونونه نه شي منعکسولای. له بلې خوا، د بریل په لیکل شوو قرآنونو کې د جلدونو لوی حجم هم د هغو وړل راوړل ستونزمنوي.
هغه څرګنده کړه چې دا پروژه د «هندسي بیلګه جوړونې پر اصل ولاړه ده. په دغې طریقې کې هر توری له یوې افقي کرښې څخه جوړېږي چې د ثبات او پیوستون څرګندونه کوي، او یوې عمودي کرښې څخه چې د «الف»، اوږدو غږونو (مد) او عمودي اوږدوالی استازیتوب کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4370269