IQNA

19:14 - August 20, 2026
د خبر لمبر: 3493212

په مدینې کې د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس د ورځنیو لیدونکو نوی ریکارډ

ایکنا-  په مدینې منورې کې د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ مجمعې په یوې ورځې کې د ۱۰ زره او ۵۵۸ کسانو په منلو سره، د دې مجمعې په تاریخ کې د ورځنیو لیدونکو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړه.

قرآنی کمپلیکس

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الیوم» په حواله ئې راکړی، دغې ټولنې  د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرې میاشتې په ۳۰  ، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د حج او عمرې د زیارت کوونکو او د خدای د کور د مېلمنو په ګډون، ۱۰ زره او ۵۵۸ ښځینه او نارینه لیدونکي درلودل او په دې توګه یې په خپل تاریخ کې د ورځنیو لیدونکو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړه.

زیارت کوونکو د مجمعې د لیدنې پر مهال د قرآن کریم له بېلابېلو چاپونو، د هغه د معناوو له ژباړو چې له ۸۰ څخه په ډېرو ژبو وړاندې شوې دي، او همدارنګه د قرآن کریم د ژباړو د چاپ، خپرولو او د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د وېش په برخې کې د مجمعې له هڅو سره آشنا شول.

لیدونکو همدارنګه د مجمعې له کاري سیستم او په دې مرکز کې د  ماډرنو ټیکنالوژیو له کارونې څخه خبر ترلاسه کړ. په دې برخې کې هغه برېښنايي پلیټ فورمونه او خدمتونه شامل دي چې قرآن کریم او د هغه ژباړو ته د لاسرسي زمینه برابروي، او همدارنګه د دې مرکز غږیز  کتابتون او ډیجیټلي قرآني مطالب.

د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ مجمعې چې په مدینې کې موقعیت لري، د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰  په مدینې کې پرانیستل شو او له نږدې څلورو لسیزو فعالیت وروسته، اوس په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ پر تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

دا مرکز په سعودي عربستان کې د  اوسمهاله پړاؤ له مهمو فرهنګي او دیني مرکزونو څخه دی چې د قرآن کریم د بېلابېلو روایتونو د نسخو په چاپ او په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې، د هغو په وېشلو کې مهم رول لري

https://iqna.ir/fa/news/4370402

captcha