IQNA

20:21 - August 20, 2026
د خبر لمبر: 3493214
 د تهران بازار  امام خمینی جومات

د شهید رهبر د اربعین ترسره کیدا د نړیوالو قاریانو په شتون کې(انځوریز راپور)

ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د تدفین د څلویښتۍ مراسم د تهران  د بازار په امام خمینی جومات کې د ایران د نړیوالو قاریانو په شتون سره ترسره شو.

حامد شاکر نژاد

 ایکنانیوز راپور راکړ،د اسلامی انقلاب د شهید رهبرامام خامنه اي د جنازې او تدفین د څلویښتۍ مراسم نن  د تهران بازار په امام خمینی جومات کې د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوالو قاریانو او د خلکو د بیلابیلو پرګنو د زرګونو وګړو په شتون سره ترسره شو.

 ددغو دستورو په یوې برخې کې  چې له قرآن سره دانس د محفل په بڼه ترسره شوې،د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاری حجةالاسلام محمد جواد موسوي درچه اي په تلاؤت سره پیل شوې ،ددغې غونډې ویناوال یو ویناوال حجة الاسلام ناصر رفیعي ؤ ،په دو ام کې  د ایران نړیوال قاری حمید شاکر نژاد  هم د کلام الله د یوشمیر آیتونو تلاؤت وکړ.

ددغه قرآنی انس محفل په دوام کې  چې  د زرګونو کسانو په شتون سره ترسره شو، د اهل بیت علهیم السلام یوه ذاکر او مداح حمید رمضان پور  مرثیې  ووئيلې.

ایکنانیوز ددغه نوراني او معنوي دستورو یو  انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړانډې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4370782

captcha