ایکنا- د مصر اسلامي مرکز الازهر په ختیځ بیتالمقدس کې د «E1» په نوم سیمې کې د کابو ۱۲۰۰ هستوګنیزو کورونو د جوړولو لپاره د بولۍ او ټیکدارئ د بهیر د پیلولو په اړه د صهیونیسټي رژیم اقدام وغنده.
ایکنانیوز د النشره له قوله راپور راکړ، دمصر الازهر اسلامي مرکز په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې د دې طرحې عملي کول د فلسطینيو ځمکو د ښکاره نیول جنایت او څرګند تېری دی.
په دغې اعلامیې کې راغلي: د دغه پلان هدف د بیتالمقدس منزوي کول، له خپل شاوخوا جغرافیائي چاپېریال څخه د هغه بشپړ جلا کول او همدارنګه د لوېدیځې غاړې ټوټه ټوټه کول دي، څو د فلسطینیانو هغه حق له منځه یووړل شي چې د بیتالمقدس شریف په مرکزیت د خپل حکومت د جوړولو لپاره ئې لري.
الازهر په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د ښارګوټو پراختیا یو منظم تېری او د ټولو نړیوالو پرېکړهلیکونو ښکاره خلاف ورزي ده.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا ډول زیاتي به د نړیوالې ټولنې د څرګندې بېوسۍ او د واقعیت د تپلو او د ځمکو د نیولو د سیاستونو پر وړاندې د هغو د اندېښمنوونکي چُپتیا پرته نه ترسره کېدل.
الازهر اسلامي مرکز له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتو له ادارو وغوښتل چې د صهیونیسټي ښارګوټو د جوړولو د درولو لپاره مخه نیونکي او اړین اقدامات وکړي او اسرائیلي نیواکګر د فلسطین د ځمکو او خلکو پر وړاندې د خپلو سرغړونو له امله سزا کړي.
الازهر د خپلې اعلامیې په پای کې یو ځل بیا له ټولو ازادو هېوادونو او ویښ وجدان لرونکو خلکو وغوښتل چې د فلسطین د ملت ترڅنګ ودرېږي او د دغه ملت له روا او نه سلبېدونکو حقوقو څخه دې ملاتړ وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4370963