ایکنا۰ مصري قاري ډاکټر، صلاح الجمل، د مصر د دقهلیه ولایت د «آویش الحجر» له کلي څخه تر نړیوال شهرت پورې د خپل قرآني ژوند د سفر جزئیات بیان کړل.
ایکنا نیوز، د «مصراوي» په حواله راپور راکړ، هغه ټینګار وکړ چې په کم عمر کې د قرآن کریم حفظ کول د هغه په ژوند کې یو مهم پړاو و او په دې لاره کې ورسره مل برکتونو مرسته وکړه چې خپلې طبي زدهکړې د قرآن کریم له خدمت سره یوځای کړي.
الجمل له «نافع التراس» سره د «المواطن والمسؤول» (ښاری او مسؤول) په نوم د «شمس» سپوږمکیز چینل په خپرونه کې وویل چې هغه د ۱۰ کلنۍ په عمر د آویش الحجر په کلي کې ټول قرآن کریم حفظ کړ او په ۱۱ کلنۍ کې ئې په مصر کې دوهم مقام ترلاسه کړ.
هغه څرګنده کړه چې د هغه د ژوند اصلي بدلون په ۱۹۹۵ کال کې هغه مهال رامنځته شو، کله چې د رمضان د شپې د لمانځه د ادا کولو لپاره جنوبي افریقا ته ئې سفر وکړ. هلته په ناڅاپي ډول د قرآن کریم د تلاوت په یوه نړیوالې سیالۍ کې ګډونوال شو او په پاي کې ئې د نړۍ لومړی مقام ترلاسه کړ.
دغه مصري قاري وویل چې دغې مبارکې پېښې د هغه پر وړاندې نوې دروازې پرانیستې او له هېواد څخه بهر یې د رمضان د شپې د عبادتونو او تراویحو لپاره پرلهپسې سفرونه پیل کړل، او نوم ئې د قرآن کریم له راډیو څخه د ژوندۍ خپرونې له لارې له خلکو سره لا ډېر وتړل شو.
هغه همدارنګه وویل چې مصر ته له بېرته ستنېدو وروسته حکومت ترې درناوی وکړ او د مصر راډیو دروازې یې ورته پرانیستې. هغه وکولای شول چې د راډیو په ازموینو کې ګډون وکړي او په لومړۍ هڅه کې یې په بریالیتوب سره بشپړې کړي.
وروسته د راډیو کمېټې هغه ته د لهجې او وینا د ادا کولو او د غږ د انتقال د کنټرول په برخې کې د روزنې یو کورس ورکړ او له هغه وروسته ئې د خدای د کتاب د خدمت په موخه راډیوئي فعالیت پیل کړ.
الجمل د طب او قرآن د یوځای کولو لپاره خپل ورځنی پروګرام ته په اشاره وویل چې د شپې ساعتونه د خپلو وړتیاوو او شرایطو له مخې عبادت او لمانځه ته ځانګړي کوي او هره ورځ له دریو تر څلورو جزونو پورې قرآن کریم تلاوت کوي.
هغه ټینګار وکړ چې دا ډول ژوند ښئي چې په یوه وخت کې په څو برخو کې بریالیتوب هغه مهال ممکن دی چې انسان خپل هدف وساتي او له خپل وخت څخه تر ټولو غوره استفاده وکړي.
صلاح الجمل وویل: قرآن کریم زما د طبي زدهکړو، دندې او راډیویي کار ترڅنګ تل زما په ژوند کې حضور درلود.
ایکنانیوز د صلاح الجمل د قرآن کریم د تلاوت ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4370456