د تهران د پوهنتون مشر«محمد مقیمي» په یولړ څرګندونو کې وویل: د اسلامي انقلاب پیغام د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی دی، خو دښمنان اجازه نه ورکوي چې دغه پیغام په اسلامي نړۍ کې په سمه توګه واورېدل شي.
د خبر لمبر: 3487452 خپرونې تاریخ : 2023/06/10
د افغانستان د تبیان کلتوری او علمی مرکز مشر حجةالاسلام حسینی مزاري ووئيل، نن سبا د افغانستان مسلمان ولس د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی دی او هڅه کوي د هغه بزرګوار د تفکر په لاره کې او د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لارښونو او رهبرۍ له لارې هڅه او حرکت وکړي او دخپلو مبارزو حرکت یوې نتیجې ته ورسوي..
د خبر لمبر: 3487440 خپرونې تاریخ : 2023/06/07
د بنګله دیش دغه لوي عالم روښانه کړې ده ، حضرت امام خمینی د ایران ملت له ظلم او استبداد څخه د ژغورنې او خپلواکۍ لپاراه پاڅون ته وهڅوۀ او دینی احکام ئې د ټولنې په چارو کې وارد او تثبیت کړل. احمد رضا فاروقي دغه راز ووئيل، د حضرت امام خمنیی د نوښت پالې لیدتوګې په برکت په ایران کې د درستو آسماني دینونو پیروکار په سولې ،آرامښت او امنیت کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3487436 خپرونې تاریخ : 2023/06/06
د پاکستان په پيښور، لاهور پنډۍ، لاهور ،کراچۍ،پاره چنار پشمول په لسګونو ښارونو کې د حضرت امام خمینی د تلین په مناسبت دکلیزې دستورې ولمانځل شوې او دیني عالمانو د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني د نولسمې پيړۍلوي شخصیّت وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487434 خپرونې تاریخ : 2023/06/06
د نیجریه دعالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا ووئيل، له حضرت امام خمیني مخکې، دنړۍ مسلمانان ناامید وو،خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په تعالیماتو سره ، مسلمانان پوهه شول چې اسلام د دوی یوازینۍ امید او غوره لاره ده .
د خبر لمبر: 3487418 خپرونې تاریخ : 2023/05/31
ایکنا-(تهران) په پاکستان کې د ایران کلتوری سلایار احسان خزاعي،د بنت الهدی موسیسې مشرحجةالاسلام حسنین ګردیزي او یو شمیراستاذانو،د کورنۍ او میرمنې د ډګرڅيړانو او فعالانو، محصیلیونو،طلبه ؤ او د اهل تسنن او اهل تشیّع مذهبی شخصیّتونو په دغه سمینار کې ګډون درلود.
د خبر لمبر: 3487346 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدی د قبایلی مشرانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، ایم ډبلیو ایم ولسی غورځنګ به خپلې هغې پالیسۍ ته چې پاکستان باید یوه خپلواکه پالیسی ولرل شي او د بهرنیو قدرتونو لاسوهنو مخه دې ونیول شي،ژمن وي او د خپل ګران هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هغو هلوځلو ته دوام ورکړي
د خبر لمبر: 3487345 خپرونې تاریخ : 2023/05/16
ایکناـ(تهران) د اسلامی وحدت دوهم سیمه ایز کنفرانس دایران او د مینخنۍ آسیائي هیوادونو د ستازو په شتون سره د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې په همت سره له پرون راهسې د ایران په ګرګان کې روان دی
د خبر لمبر: 3486903 خپرونې تاریخ : 2023/02/15
ایکنا-(تهران)د پاکستان په اسلام اباد کې د اهل سنتو او اهل تشیّع لوړ رتبه عالمانو په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه بیانیه صادره کړه.
د خبر لمبر: 3486801 خپرونې تاریخ : 2023/01/25
ایکنا-(تهران)د افغانسان د اهل تشیَع پشمول مختلفو پرګنو په مختلفو برخو کې د افغانستان حاکمه پلاوی کې ځاي ورکړی دی،په حکومتي تشکیلاتو کې ئې داهل تشیّع د لازیاتو کارنده کسانو څخه د استفادې غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486722 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)د مذهبونو دنزدکیت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام شهریاری له صیونیسټي غاصب رژیم سره د اړیکو عادي کیدا او په کلکه ئې رتل د اسلامی وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کنفرانس یوه اصلي موضوع وبلله.
د خبر لمبر: 3486305 خپرونې تاریخ : 2022/10/09
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون ددغه هیواد دطالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشرمحمدعبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د اهل تشیّع نظرونه اومشکلات بیان کړل .
د خبر لمبر: 3486262 خپرونې تاریخ : 2022/09/24
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په بشری ټولنو کې د فکری انحراف د رامینځةکولو او د اهل بیت علیههاالسلام له نوراني لارې د اوسمهاله انسان د لیرې ساتلولپاره لپاره دسلطې د نظام هڅوته په اشارې سره ووئيل،دماهیّت له پلوه ماډرن جاهلیّت په نوو ظواهرو کې هماغه پخوانی جاهلیّت دی .
د خبر لمبر: 3486167 خپرونې تاریخ : 2022/09/01
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیانو حقوقو او ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116 خپرونې تاریخ : 2022/08/17
ایکنا-(تهران)دمحرم الحرام د میاشتې د رارسیدا په درشل کې د اهل تسنن او اهل تشیّع یوشمیر عالمانو او روحانیونو د روسیې د ماسکو په اسلامی مرکز کې د یوې ګډ سیمنار په جوړولو سره له درز اوتفرقې پر لیدیکیدا او پر یووالی او وحدت ټينګار وکړ .
د خبر لمبر: 3486032 خپرونې تاریخ : 2022/07/27
دافغانستان په کابل کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو دفتر پرون په یوې بیانیې کښې په دې هکله د سیمې د ملتونو او حکومتونو په تیره بیا د طالبانو د هوښیارتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3485687 خپرونې تاریخ : 2022/04/16
تهران (ایکنا)- په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ایران او افغانستان ترمینځ د اړیکو د خرابولو لپاره د ځینو دسیسو د پلان په باب خبرداری ورکړ
د خبر لمبر: 3485658 خپرونې تاریخ : 2022/04/10
تهران (ایکنا) - د ايران د مختلفو سيمو سني عالمانو د امام رضا (ع) د سپيڅلي حرم په یوه صحن کښې د پروني جنايت په غندلو سره تکفيري – وهابي ډلې د اسلام اصلي دښمنان او د امريکې او اسرائيلو نوکران وبلل.
د خبر لمبر: 3485643 خپرونې تاریخ : 2022/04/06
تهران (ایکنا) - د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو د وزارت ځواکونو د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی نایف الکردستاني، د دیني مراجعو د سپکاوي په وجه ونیوه
د خبر لمبر: 3485606 خپرونې تاریخ : 2022/03/28
تهران (ایکنا) -له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانود حکومت دامر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې مشر او وییندوي مولوی محمد صادق عاکف مهاجر د نوروز او نوی لمریز کال د پيلیدا ددستورو په باب د طالبانو د نظر په اړه وئيلي ، د نوروز اختر له مونږ سره اړه نه لري او ضرورت نه ویني چې دنوروز جشن ولمانځي .
د خبر لمبر: 3485559 خپرونې تاریخ : 2022/03/20